ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته بېړنی حالت اعلان شوی

د انځور حقوق Reuters

ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې هېواد کې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ښاغلي اردوغان چې په انقره کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دولت کابینې ناسته کې خبرې کولې ژمنه وکړه چې "وسله والو ځواکونو کې به ټول ویروسونه پاک کړي."

دا پرېکړه کېدای شي چې تر ناکامې کودتا وروسته د ۱۰۰۰ نیول شویو کسانو د توقیف غځولو لپاره هم وکارول شي.

تر دغې کودتا وروسته تر ۶۰۰ ډېر ښوونځي هم تړل شوي او زرګونه دولتي کارکوونکي له دندو ویستل شوي.

ښاغلي اردوغان وویل چې "ددې ګواښ لمنځه وړلو لپاره ژر ترژره بیړنی حالت" لازم دی او زیاته یې کړه چې د ترکیې وګړي نباید "د دیموکراسۍ، قانون حاکمیت او بنسټیزو حقونو او ازادیو په اړه لږه اندېښنه دې هم نه لري."

هغه خپلو خبرو کې وویل، بیړنی حالت به له دغو ارزښتونو ساتنه وکړي.

د ترکیې ولسمشر له هغو کسانو د "شهیدانو" په توګه یادونه وکړه چې ددې کودتا په لړ کې ووژل شول او ویې ویل "ترکیه به هېڅکله د هغو کسانو زړورتیا او سرښندنه هېره نه کړي چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ."

ښاغلي اردوغان وویل، نور هېوادونه باید د ترکیې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې "دا ملت خپله د خپل برخلیک ټاکلو حق نه لري."

ترکیي کي تر ناکامې کودتا وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې هېواد کې درې میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

ښاغلي اردوغان چې په انقره کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دولت کابینې ناسته کې خبرې کولې ژمنه وکړه چې "وسله والو ځواکونو کې به ټول ویروسونه پاک کړي."

دا پرېکړه کېدای شي چې تر ناکامې کودتا وروسته د ۱۰۰۰ نیول شویو کسانو د توقیف غځولو لپاره هم وکارول شي.

تر دغې کودتا وروسته تر ۶۰۰ ډېر ښوونځي هم تړل شوي او زرګونه دولتي کارکوونکي له دندو ویستل شوي.

ښاغلي اردوغان وویل چې "ددې ګواښ لمنځه وړلو لپاره ژر ترژره بیړنی حالت" لازم دی او زیاته یې کړه چې د ترکیې وګړي نباید "د دیموکراسۍ، قانون حاکمیت او بنسټیزو حقونو او ازادیو په اړه لږه اندېښنه دې هم نه لري."

هغه خپلو خبرو کې وویل، بیړنی حالت به له دغو ارزښتونو ساتنه وکړي.

د ترکیې ولسمشر له هغو کسانو د "شهیدانو" په توګه یادونه وکړه چې ددې کودتا په لړ کې ووژل شول او ویې ویل "ترکیه به هېڅکله د هغو کسانو زړورتیا او سرښندنه هېره نه کړي چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړ."

ښاغلي اردوغان وویل، نور هېوادونه باید د ترکیې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې "دا ملت خپله د خپل برخلیک ټاکلو حق نه لري."

د انځور حقوق EPA

هغه له ملي امنیت شورا او کابینې سره تر ناستې وروسته په پلازمېنه انقره کې خبرې کولې.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاینمایر د ښاغلي اردوغان خبرو ته په غبرګون کې ترکیه وهڅوله چې هم د قانون حاکمیت ته درناوی وساتي او هم د کودتا هڅې ته مناسب او سنجول شوی غبرګون وښيي.

شټاینمایر وویل: "د دولت د اقدماتو اساس باید یواځې په ناقانونه کړنو کې اثبات کېدونکی ګډون وي، نه سیاسي تمایلات."

"همداراز حیاتي ده چې بیړني حالت یواځې د اړتیا تر وخته عملي شي او دا حالت باید په لومړني ممکن فرصت کې پایته ورسېږي."

ښاغلي اردوغان وړاندې د نویو نیونو او ځنډونو خبرداری ورکړ. د ترکیې دولت، امریکا مېشتی روحاني فتح الله ګولن او د هغه پلویان د کودتا مسوول پېژندلي.

له ناکامې کودتا راهیسې تر ۵۰ زرو ډېر دولتي کارکوونکي نیول شوي، ویستل شوي او یا یې دندې ځنډول شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د پوخ ۹۹ جګپوړي افسران په کودتا کې په لاس لرلو تورن شول.

یو شمېر تعلیمي موسسي بندې شوي، بهر ته د پوهنتون استادانو تګ بند شوی او د پوهنځیو رییسان اړ شوي چې له خپلو دندو لاس واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا اقدامات "د استثنایي اړخونو ځپل" بللي دي.