د ترکیې ناکامه کودتا: د ولسمشر ځانګړی ګارد منحل شوی

د انځور حقوق Reuters

د ترکیې ناکامې کودتا د بدلونونو په لړ کې ددې هېواد د ولسمشر ځانګړی ګارد منحل شوی.

د کودتا تر ماتې وروسته لومړیو ورځو کې د ولسمشر د ساتنې نژدې ۳۰۰ ځانګړي سرتېري نیول شوي وو.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي ییلدریم د شنبې په ورځ (اسد/زمري ۲مه) وویل، د ولسمشر ځانګړي ګارد ته "نوره اړتیا نشته."

د ترکیې د ولسمشر د ساتنې ځانګړو ځواکونو شمېر نژدې ۲۵۰۰ کسانو ته رسېږي چې لږ تر لږه ۲۸۳ کسان یې د کودتا تر ناکامېدو وروسته نیول شوي دي.

نن همداراز د ترکیې اناتولي خبري اژانس راپور ورکړ چې د فتح الله ګولن زوی محمد سعید ګولن هم د شنبې شپې ناکامې کودتا په تړاو نیول شوی او له ارزروم ښار نه پلازمېنې انقرې ته لېږدول شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې شنبې ناکامې کودتا وروسته ددغه هېواد په دولتي، پوځي او تعلیمي بنسټونو کې پراخه "تصفیه" پیل کړې چې په لړ کې یې زرګونه د دولت کارکوونکي او پولیس له دندو لرې کړای شوي او د پوځ سلګونه لوړپوړي افسران هم نیول شوي دي.

ښاغلي اردوغان چې د تېرې پنجشنبې شنبې په ورځ (جولای ۲۱مه) ترکیه کې بیړنی حالت اعلان کړ، د شنبې په سهار د نیول شویو کسانو د بند موده هغوی ته د تور اورولو پرته وغځوله.

د بخښنې نړیوال سازمان په څېر د بشري حقونو سازمانونو د ترکیې پر دې پرېکړې اعتراض کړی.

د بخښنې نړیوال سازمان د ترکیې دولت ته له تور اورولو پرته د نیونې قانوني مودې ډېرولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې "ترکیې تر هغه څه ډېر وړاندې ګام اېښی چې کودتا ته یو قانوني ځواب وبلل شي."

د راپورونو له مخې نن ۱۰۰۰ خصوصي ښوونځي او ۱۲۰۰ نورې خصوصي موسسې د هغه څه له امله چې "له کودتا سره اړیکه" بلل شوې، تړل شوي دي.

د انځور حقوق AFP

په ورته وخت کې د انقرې لوی څارنوال ویلي، ۱۲۰۰ سرتېري چې د کودتا له ناکامېدو سره هم مهاله نیول شوي و، خوشي شوي دي.

خوشي شوي سرتېري تر ډېره بې درجې او له کادر نه وتلي پوځیان وو او لا هم د ځمکنیو او سمندري ځواکونو له ۱۰۰ ډېر قومندانان په بند کې دي.

د تېرې اونۍ له ناکامې کودتا وروسته لږ ترلږه ۶۰ زره کسان چې د دولت کارکوونکي، سرتېري او پولیس دي، یا نیول شوي او له دندو ویستل شوي دي.

هغه چې له دندو ګوښه شوي ترډېره د پوهنتون استادان، د خصوصي ښوونځیو ښوونکي او د ترکیې پوهنې وزارت کارکوونکي دي.

د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي، یواځې هغه کسان نیول کېږي چې د فتح الله ګولن د خوځښت غړي دي، خو هغه ویلي چې یې ډېره کوچنۍ برخه ده.

دا موضوع د جرمني او فرانسې په نیوکې سره مخ شوی، خو ترکیې ویلي، یواځي هغه کسن نیسي چې "۱۰۰ سلنه" ډاډمن وي کودتا کې لاس لري.

د ترکیې پر "ځپونکو ګامونو" نیوکو ته په غبرګون کې ښاغلي اردوغان نن د فرانس ۲۴ ټلویزیوني شبکې سره خبرو کي اروپایي هېوادونه کودتا سره په "پلویتوب او مغرضانه" سلوک کولو تورن کړل.

ورته مطالب