د مونیخ پولیس: برید کوونکي په یوازې سر برید کړی

د انځور حقوق EPA
Image caption د برید انګیزه لاهم نامعلومه ده

د جرمني پولیس وايي، د مونیه ښار اولمپیا په نامه پر یوه سوداګریز مرکز برید کوونکی ۱۸ کلن ایراني الاصله جرمنی دی، چې د برید انګیزه یې "کاملاً نامعلومه" ده.

پولیس وايي، برید کوونکي وروسته خپل ځان وژلی دی.

د جرمني پولیسو خبریالانو ته ویلي، دغه کس د ایران او جرمني دوه ګونی تابعیت درلود او په مونیخ کې اوسېده.

د پولیسو په وینا، د درو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

+ د برید انځورونه

په لومړي سر کې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګني برید کوونکي درې کسان دي.

د بریدګر مړی له اولمپیا خرڅلاو مرکز نه نژدې یو کیلومتره لیرې موندل شوی دی.

د مونیخ د پولیسو مشر هبرټوس اندرې د شنبې په ګهیځ وختي خبریالانو ته وویل، د مشکوک برید کوونکي په اړه له پولیسو سره ډېر معلومات نه شته، او له ترهګرو ډلو سره یې هم د تړاو په اړه اوس څه نه شي ویل کېدای، خو څېړنې یې روانې دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د جرمني چارواکو د نورو بریدونو ترسره کېدو خبرداری هم ورکړی
د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو ته د ''تیارسئ'' امر شوی

اندرې وايي "ددغه جرم انګیزه کاملاً نامعلومه ده. په برید کې ماشومان هم وژل شوي او ټپیان شوي دي". خو نوموړي په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

د سوداګریز مرکز هټيوال نه دي توانیدلي له خپلو دوکانونو ووځي.

جرمني کې له هغه وروسته چې تېره دوشنبه یوه کډوال زلمي پر اورګاډي کې پنځه کسان ټپیان کړل امنیتي ځواکونو ته د "تیارسئ" امر شوی دی.

چارواکو له دې مخکې د ورته بریدونو خبرداری ورکړی و. د هغه برید پړه "اسلامي دولت" نومي ډلې منلې وه.

له دې مخکې د پولیسو سرچینو له قوله ویل شوي و، چې ګواکې برید کې ګڼ کسان وژل شوي دي، خو پولیس په رسمي توګه د دغه خبر له تاییدولو ډډه کړې.

د انځور حقوق Getty
Image caption د سیلانیانو په ګډون، د مونیخ ښار د اورګاډي تمځي له بندېدوسره ګڼ خلک سخت وېرېدلي دي
د انځور حقوق AFP
Image caption پولیس وايي برید کوونکی ایراني الاصله دو ګونی تابعیت لرونکی جرمن دی چې مونیخ کې اوسېده
د انځور حقوق Reuters

د پولیسو پر فېسبوکپاڼه د عیني شاهدانو له قوله لیکل شوي، چې دوی درې کسان لیدلي چې ټوپک یې درلودل.

د انځور حقوق

ورته مطالب