هند: د پاکستان د کشمیر خوب به کله هم رښتیا نه شي

د انځور حقوق ap

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشماسوراج ویلي، د پاکستان د کشمیر د ازادۍ او له ځانه سره د ګډون خوب به کله هم پوره نه شي. نوموړې وايي "تر قیامته به يې هم همدا خوب رښتيا نشي".

د هند د بهرنیو چارو وزیرې دا څرګندونې له هغه وروسته راغلې چې د پاکستان لومړي وزیر د کشمیر د ازادۍ په حق کې خبري کړي وې.

د تېري پنجشنبې پر ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په ټولټاکنو کې د مسلم لیګ ن ګوند تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې او په همدې خوښۍ کې یوه لاریون ته د پاکستان لومړي وزیر ښاغلي نوازشریف ویلي وو، "موږ د مقبوضه کشمیر په وګړیو شوی ظلم او جبر هېر کړی نه دی او په دې مشکل وخت کې ورسره اوږه په اوږه ولاړ یوو"

نوموړي ويلي وو "اوس وخت راغلی چې د کشمیر د خپلواکۍ مخه هېڅوک هم نشي نیولی او هغه وخت لرې نه دی چې کشمیر به له هنده خپلواکي ترلاسه کوي او د پاکستان برخه به جوړېږي".

د پي ټي آی په نامه د هند یوه خبري اژانس د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې سوشماسوراج له خولې لیکلي، "پاکستان د حافظ سعید او نورو وسله والو ډلو په ملاتړ په داسې یوه سیمه کې د ترهګرۍ اور ته لمن وهي، چې د هند د بدن برخه ده او بې له دې برخې نشي اوسېدلی".

سوشما سوراج زیاتوي، "پاکستان په کشمیر کې هند ته د توندلارۍ ټپ ورکړی خو د پاکستان د توندلاري توب دغه پروژه به کله هم کامیابه نشي".

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د روانې جولای میاشتې پر ۸ نېټه د برهان واني په نامه د یوه وسله وال تر وژل کېدو وروسته حالات ترینګلي شوي.

د انځور حقوق PML N

سوشماسوراج وايي، د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف دغه "وسله وال" ته د "شهید" توری کارولی او له ښاغلي شریف څخه يې پوښتلي، "ایا ته خبر نه يې، چې برهان واني د حزب المجاهدین ډلې یو قومندان و؟".

تر دې وړاندې هم بیا بیا هند پاکستان په دې تورن کړی چې په کشمیر کې د وسله والو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د کشمیر له لارې هندوستان کمزوری کول غواړي.

په کشمیر کې د برهان واني تر وژل کېدو وروسته له تېرو شاوخوا ۱۶ ورځو راهیسې ګرځبندیز دی او په سیمه کې ټيلي فون او انټرنيټي شبکې هم بندي کړل شوې دي.

ورته مطالب