د بالیووډ ستوری د ناقانونه ښکار قضیه کې سپین وخوت

د انځور حقوق Getty
Image caption سلمان خان په ۱۹۹۸ کال کې د ښکار د چکر پر مهال د دوه تورو غرنیو ووزو په وژلو ګرم پېژدندل شوی و

په هند کې یوې محکمې د باليووډ سينما ستوری سلمان خان دوه لسیزې وړاندې د څاریو ویشتلو او وژلو قضیه کې سپین خېژولی دی.

په خان تور و چې له اوو نورو کسانو سره یو ځای يې یوه هوسۍ او دوه ساتل شوې غرنۍ وزې په ۱۹۹۸ کې په راجستان کې وژلې دي.

پنځوس کلن خان د باليووډ له مشهورو ستوريو څخه دی چې په څه باندې ۸۰ فلمونو کې لوبېدلی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption تېر کال هم خان د موټرچلونې پر مهال د يوه بې کوره کس په موټر د وهلو او وژلو له تور څخه تبرئه اخيستې وه.

خان تېره مياشت هغه مهال شور او زوږ پورته کړ چې خبريالانو ته يې وویل چې د هغه په وروستي باليووډ فلم کار دومره ستړی کوونکی دی لکه د جنسي تېري د قرباني ښځې احساس.

د ښکار چکر

دغه ستوری د يوې ټيټ پوړې محکمې له حکم سره مخ شو چې هغه يې د ناقانونه ښکار د دوه قضيو له امله په ترتيب سره په يوه او پنځه کلونو بند محکوم کړ.

د سترې محکمې قاضي نیرمالجيت کوور په دواړو قضيو کې پاک وباله او حکم يې ورکړ چې له څارويو څخه موندل شوې مرمۍ د هغه له ټوپک څخه ندي ويشتل شوې.

د دغه ستوري مدافع وکيل هستيمال ساراوسات ان ډي تلويزيوني شبکې ته وویل ویلي "د سترې محکمې محترم مقام د څارنوالۍ له اسنادو سره په دواړو قضيو کې موافق نه دی. بې له شکه دا ښه خبره ده چې یو بې ګناه کس عدالت تر لاسه کوي."

دا ستوری د حکم د صدور پر مهال حاضر نه و.

د انځور حقوق Getty
Image caption پنځوس کلن خان د باليووډ له مشهورو ستوريو څخه دی چې په څه باندې ۸۰ فلمونو کې لوبېدلی دی.

هغه په ۱۹۹۸ کال کې د ښکار د چکر پرمهال د دوه تورو غرنيو ووزو په وژلو ګرم پېژندل شوی و.

اصل قضيه د ځايي بيشنوی ټولنې لخوا ثبت شوې؛ دا خلک د تورو غرنيو ووزو درناوی او لمانځنه کوي.

تېر کال هم خان د موټرچلونې پر مهال د يوه بې کوره کس په موټر د وهلو او وژلو له تور څخه تبرئه اخيستې وه.

حکومت د نوموړي برأت ذمه په ستره محکمه کې ننګولې وه.

ورته مطالب