جاپان کې ۱۹ معلولین په چړو وژل شوي

د انځور حقوق AFP

د جاپان د بېړنیو پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې ویلي، د معلولانو پر یوه پالنځي یوه ۲۶ کلن سړي د چړو برید کړی چې ۱۹ کسان په کې وژل شوي دي.

په برید کې ۲۶ نور کسان سخت ټپیان شوي چې د ۲۰ ټپونه د اندېښنې وړ دي.

پېښه د سې شنبې په ګهيځ وختي ساګامیهار ښار کې شوې ده.

دا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته جاپان کې تر ټولو ناوړه ډله ییزه وژنه ګڼل شوې ده.

پولیسو یو کس وروسته تر هغه ونیو، چې ځان یې پولیسو ته وسپاره.

رپوټونه وايي، نیول شوی ځوان شپږویشت کلن دی، چې د توکیو سوېل لوېدیځ ته ۴۰ کیلومتره لیرې یې په تسکوي یامایوري ګارډن مرکز کې کار کاوه.

د انځور حقوق Other
Image caption برید کوونکی له برید وروسته موټر کې تښتېدلی، خو د موټر اشترنګ او ټایرونه یې په وینو ککړ وو

رپوټونه وايي، برید کوونکی دغه ځای ته د ګهیځ په دوه نیمو بجو ننوتلی او هلته یې موجود کسان په چړو وهلي دي.

برید کوونکي کړکۍ ماته کړې او هلته ننوتلی دی.

د جاپان کیادو خبری اژانس ویلي، د پېښې د قربانیانو عمرونه د ۱۸ او ۷۰ کلونو ترمنځ دي.

ویل کېږي په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او سړي دواړه دي.

ښکاري چې برید کوونکي له برید وروسته پښې سپکې کړې، خو د تسکوکوی پولیسو ته یې ځان سپارلی دی.

د جاپان پر تلوېزیون خپرو شویو انځورونو کې ښودل شوي، چې له ودانۍ بهر ګڼ امبولانسونه ولاړ دي.

جاپان کې ډېر کم د ډله ییزې وژنې پېښې رامنځ ته کېږي، ځکه هلته د وسلې لرلو ټینګ قوانین پلي کېږي.

د برید پرمهال اتو نوکریوالو کارکوونکو د ۱۴۹ ناروغانو پالنه کوله.

رپوټونه وايي چې همدا مظنون کس پخوا د همداسې یوه پالنیز مرکز کارکوونکی و او په لومړنیو تحقیقاتو کې یې پولیسو ته ویلي، ده به تمه کوله چې معلول کسان له منځه ولاړ شي.

دا جاپان کې په وروستیو کلونو کې د چاقو تر ټولو وژونکی برید دی.

په ۲۰۰۸ کال د توکیو اکیهارابارولسوالۍ په یوه سوداګریزه سیمه کې یوه سړي اوه کسان په چړې ووژل.

ترې وړاندې، په ۲۰۰۱ کال، یوه سړي، چې دماغي ستونزه یې لرله د اوساکا لومړني ښوونځي اته زده کوونکي په چړو وهلي وو.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب