مصری فلمي ډايرېکټر محمد خان ومړ

د انځور حقوق Getty
Image caption محمد خان د ۱۹۴۲ کال اکتوبر میاشت کې زیږېدلی، چې پلار یې پاکستانی او مور یې مصرۍ وه.

د مصري سینما وتلی فلمي ډايرېکټر محمد خان د ۷۴ کلونو په عمر د قاهرې سوېل 'حي المعادي' په یوه روغتون کې ومړ.

سینمايي منتقد او د اسکندریې د سینما نړیوال فسټیوال مشر امیر اباظه بي بي سي ته وویل، د ښاغلي خان جنازه به د سې شنبې ورځې له ماسپښین لمانځه وروسته وشي.

محمد خان په مصر کې د سینما له وتلو ستورو څخه و، چې په هنري کارونو کې یې د مصر سیاسي او ټولنیز ژوند ډېر انځور کړی و.

'د مهم سړي مېرمن'، د سادات ورځې' او 'د لمر ګوزار' د نوموړي د هنري کارونو د بېلګو په توګه یادېږي.

محمد خان په ۱۹۷۹ کال د قاهرې سینمايي نندارتون لومړۍ جایزه وګټله.

نوموړي ته د 'کارخونې نجلۍ' فلم له برکته هم نړیواله او د عربي نړۍ په کچه جایزه ورکړل شوه.

محمد خان د ۱۹۴۲ کال اکتوبر میاشت کې قاهره کې زیږېدلی، چې پلار یې پاکستانی او مور یې مصرۍ وه.

دا چې نوموړی په مصري سینما کې ښه وځلېده، ایله دوه کاله وړاندې د مصر د ولسمشرۍ له خوا د دغه هېواد تابعیت ورکړل شو.

د سینما لوڅ دېوالونه

د انځور حقوق AFP
Image caption دا چې نوموړی په مصري سینما کې ښه وځلېده، ایله دوه کاله وړاندې د مصر د ولسمشرۍ له خوا د دغه هېواد تابعیت ورکړل شو.

محمد خان په نړیوالو فسټیوالونو کې د فلمي ډايرېکټر په توګه ګډون کړی.

خان په یوه داسې سیمه کې ماشومتوب تېر کړی، چې له کوچینوالي یې له سینما سره مینه وه او د کور له بالکون به یې فلمونه کتل.

خان په ۱۹۵۶ کال د ودانیزې انجینرۍ د زده کړلو لپاره لندن ته ولاړ، خو هلته د سویسي سینمايي محصل په لیدو یې د ژوند تګلوری بدل شو، دواړه سره ملګري شول، خان انجینري پرېښوده او لندن سینما انستیتیوت کې شامل شو.

د انځور حقوق monazaki
Image caption فلمې ستورې مونا زکي پر ټویټر لیکلي: استاد محمد خانه خدای پامان، د مصر او عربو سینما ستا پر بېلتون خپه ده.''

د بریتانیا پلازمېنه کې اوه کاله پاتې شو، چې په لړ کې یې د هغه وخت له مشهورو اروپايي سینمايي ستورو او ښوونځیو سره اشنايي پیدا کړه.

په ۱۹۶۳ مصر ته ستون شو او د سینما تولیدي شرکت کې یې د سناریو برخه کې د فلمي ډایرېکټر صلاح ابو یوسف په مشرۍ کار پیل کړ.

بیا لبنان ته ولاړ او هلته له ځینو لبناني ډاېرېکټرانو سره یوځای شو. لبنان کې یې ملګري یوسف معلوف، ودیع فارس، کوستا او فاروق عجرمه وو.

د انځور حقوق AFP
Image caption فلمي ستوری احمد زکي او ستورې مونا زکي او ډایرکټر محمد خان د پاریس موندې اربي انستېتیوت کې د (سادات ورځې) فلم د پرانیستلو پرمهال.

د ۱۹۶۷ کال له اخ و ډب وروسته بیا لندن ته ولاړ، په ۱۹۷۷ کال بېرته مصر ته ستون شو او د فلمونو ډايرېکټرۍ ته یې سمه ملا وتړله.

سخته شېبه

په لومړي ځل په ۱۹۷۸ کال د (لمر ګوزار) په نامه فلم کې ولوبېد. (پر لاره الوتونکی) ۱۹۸۱، (حریف) ۱۹۸۳، (ووت خو راونه ګرځې) ۱۹۸۴، (د مهم سړي مېرمن) ۱۹۸۸، د هند او کامیلیا خوبونه) ۱۹۸۸، (سوپر مارکېټ) ۱۹۹۰، (د سادات ورځې) ۲۰۰۰۱ او د مصر نوې برخه کې) ۲۰۰۷ یې مشهور فلمونه دي.

خان څو ځلې واده وکړ، لومړی واده یې د سینما له نړۍ بهر وکړ، چې لومړۍ مېوه یې د نادین خان په نامه لور وه، بیا وروسته یې دوه ځلې واده وکړ.

په ۲۰۱۴ کال د مصري تابعیت ترلاسه کولو پرمهال محمد خان بي بي سي ته وویل "تر ټولو سخته شېبه هغه وه، چې د قاهرې پر هوايي ډګر مې د بریتانیا پاسپورت وړاندې کړ، د هوايي ډګر مامور د تابعیت پوښتنه رانه وکړه، نه پوهېدم څه ځواب ورکړم او په زړه کې مې همدا پوښتنه تکراروله، زه مصر کې زیږېدلی یم د قاهرې په کوڅو او کلیو کې لوی شوی یم".

خان باوري و چې "هنر په هر شي کې د هنرمند د اند بدلولو وسیله ده."

ورته مطالب