د هند معلولینو کرکټ لوبډلې منیجر کابل کې مړ شوی

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي، د هند د معلولینو کرکټ لوبډلې منیجر کابل ته له خپلې لوبډلې سره د سفر پرمهال مړی شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل، د افغانستان د عدلي طب لومړنیو څېړنو ښوولې چې پي جې ملک د زړه د حملې له امله ساه ورکړې ده.

ښاغلي هوتک وویل، ۶۳ کلن ملک د هند د معلولینو لوبډلې سره کابل ته راغلی و چې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې سره تر سیالیو وروسته ټاکل شوې وه نن بېرته هند ته وګرځي.