ترکیې د ۹۹ ډګروالانو رتبې جنرالۍ ته لوړې کړې

د پوځ لوی درستیز پر خپل ځای پاتې شوی
Image caption د پوځ لوی درستیز پر خپل ځای پاتې شوی

د ترکیې پوځي عالي شورا د وسله والو ځواکونو ۹۹ ډګروالانو رتبې جنرالۍ ته لوړې کړې او ۴۸ جنرالان یې تقاعد کړي، خو د وسله وال پوځ مشرتابه کې یې کوم بدلون نه دی راوستلی.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د ډګروالانو د ترفیع فرمان تایید کړی او جنرال خلوصي اکار یې د وسله والو ځواکونو مشر قومندان پرېښی دی.

د ولسمشر اردوغان ویاند ابراهیم کالین د پنجشنبې په ماخوستن وویل، جنرال اکار به د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو قومندان وي.

دا پرېکړه د ترکیې د پوځي عالي شورا په کلنۍ غونډه کې شوې، چې مشري یې لومړي وزیر بن علي یلدریم کوله.

پرېکړه وروسته تر هغه وشوه، چې ترکیې د جولای پر ۱۵مه، د ناکامې کودتا په هڅو شاوخوا ۱۷۰۰ پوځي جګپوړي افسران له دندو وشړل.

د ترکیې ولسمشر د کودتا په شپه له نیول کېدو یا وژل کېدو وژغورل شو.

نوموړي تېره اونۍ رویټرز خبري اژانس ته وویل، د ترکیې پوځ – چې د شمالي اتلانتیک (ناټو) غړو هېوادونو دویم نمبر لوی پوځ لري، "نویو وینو" ته اړتیا لري.

ویل کېږي له پوځه د شړل شویو پوځيانو سلنه ۴۰ ته رسېږي چې جګپوړي جنرالان پکې دي.

د ترکیې د وسله وال پوځ پر وېبپاڼې خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، د ۹۹ ډګروالانو سربېره، چې ترفیع ورکړل شوې ده، ۱۶ نور جنرالان او ۲۰ نور جګپوړي پوځي مامورین د یوه کال لپاره وګومارل شول.

د ترکیې د ولسمشر ویاند وايي، جنرال امید دوندار یې د لوی درستیز مرستیال ټاکلی دی.

ورته مطالب