سوریې کې پر زېږنتون هوايي برید شو

د انځور حقوق
Image caption تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د روغتون یوه برخه نړېدلې ده

د یوې بریتانیا مېشتې خیریه ټولنې مسوولان وايي، شمال لوېدېځه سوریه کې پر یوه زېږنتون برید کې ناروغانو او کارکونکو ته د سر زیان اوښتی.

سیف د چلډرن یا د ماشومانو ژغورنې ټولنه وايي، بم له الوتکې غورځول شوی، چې د ادلیب ایالت کلیوالې سیمې د دغه روغتون په درشل کې وچاودید.

تصویرونو کې لیدل کېږي، چې د ودانۍ یوه برخه نړېدلې ده، خو د اوښتي زیان په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ټولنې په وینا دا په سیمه کې تر ټولو لوی روغتون دی، چې په یوه میاشت کې نژدې ۳۰۰ ماشومان په کې زيږي. تر اوسه معلومه نه ده، چې پر دغه روغتون بم چا غورځولی.

سیف د چلډرن یوه ویانده وايي، دغه روغتون کې هره میاشت تر ۱۳۴۰ پورې د مېرمنو او ماشومانو درملنه کېږي، چې په همدومره موده کې په کې تر ۳۲۲ پورې ماشومان زیږي.

دغه ټولنه د 'سیریه ریلیف' نومي ادارې سره په ګډه دغه روغتون سره مرستې کوي. بل لور ته روسیې ویلي له حلب ښار نه د اوسېدونکو وتلو لپاره څلور خوندې لارې ټاکل شوې دي.

دوی وايي له دغو نه درې لارې د ملکي کسانو او بې وسلې جګړه کونکو او څلورمه هغه د وسله والو لپاره ټاکله شوې ده.

نژدې ۳۰۰ زره کسان په دغه ښار کې چې سخته بمباري پرې کېږي، ایسار پاتې دي.

ملګرو ملتونو، امریکا متحدو ایالتونو او یو شمېر مرستندویه ادارو په محتاط انداز د روسیې د دغه اعلان هرکلی کړی.

د انځور حقوق
Image caption روسیې ویلي له حلب ښار نه د اوسېدونکو وتلو لپاره څلور خوندې لارې ټاکل شوې دي

د ملګرو ملتونو استازي سټېفن دي سوزا ویلي ملګري ملتونه د دغه ډول لارو ملاتړ کوي او له روسیې غوښتنه کوي، چې په دې اړه نور معلومات ورکړي چې دوی به څنګه کار کوي.

سره سلیب ویلي دوی د دغه مهلت هرکلی کوي خو په وینا یې د خلکو وتل باید په خپله خوښه وي او دا چې د پاتې کېدونکو خوندیتوب باید تضمین شي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت هم اندېښنه ښوولې او وايي داسې ښکاري، چې دا په زور د ملکي خلکو ایستلو او په ښار کې د وسله والو تسلیمولو یوه هڅه ده.

سوریې کې د بشري حقونو څار ادارې چې مرکز یې بریتانیا کې دی د جمعې په ورځ ویلي د منبج سیمې پر الغندور نومي کلي د اییتلافي ځواکونو هوايي بمبارۍ کې د ماشومانو په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي دي.

امریکا متحدو ایالتونو منبج ته نژدې بمباري تایید کړې او وايي دوی د ملکي تلفاتو د ادعاوو په اړه څېړنه کوي. منبج د اسلامي دولت نومي ډلې تر ولکې لاندې سیمه ده او کردي ځواکونو محاصره کړې، چې په کې د اییتلافي ځواکونو د هوايي بمبارۍ په مرسته پرمختګ کوي.