بلجیم کې دوه وروڼه د بریدونو پلانولو په شک نیول شوي

بلجیم د جولای له ۲۱ (ملي ورځې) رخصتۍ راهیسې په هېواد کې امنیت ټینګ کړی دی د انځور حقوق AP
Image caption بلجیم د جولای له ۲۱ (ملي ورځې) رخصتۍ راهیسې په هېواد کې امنیت ټینګ کړی دی

د بلجیم د ترهګرۍ ضد څارنوالانو ویلي، په دې هېواد کې دوه وروڼه د بریدونو پلانولو په شک نیول شوي دي.

ویل کېږي چې دواړه وروڼه په یولړ چاڼیزو عملیاتو کې تېره شپه ونیول شول.

د دغو وروڼو نومونه نور الدین (۳۳ کلن) او حمزه اعلان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دوی نن (شنبې) ګهیځ محکمې ته وړل شوي چې ایا په بند کې وساتل شي او که نه.

د فیډرالي محکمې دفتر ویلي، پولیسو د هېواد په لیژ او مون کې ګڼ کورونه وپلټل.

د پلټنې په عملیاتو کې وسله یا چاودېدونکي توکي نه دي موندل شوي.

په تېره مارچ میاشت کې د بروکسل پر هوايي ډګر او د ښار د اورګاډو په تمځي کې له خونړیو بریدونو وروسته، بلجیم کې بېړني حالات اعلان شول.

د 'اسلامي دولت' نومې ډلې په بریدونو کې لږترلږه ۳۲ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

ورته مطالب