اردوغان ځان ته د 'سپکاوي' له ټولو شکایتونو تېر شوی

د انځور حقوق
Image caption د ښاغلي اردوغان د څرګندونو هدف جنرال جوزیف واتیل و، چې په سیمه کې د امریکا جګپوړی قومندان دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ''ښه نیت'' په پلمه د هغو کسانو له قضیو د لاس اخیستو اعلان کړی، چې ده ته په سپکاوي تورن وو.

په تېرو دوو کلونو کې نژدې ۲۰۰۰ قضیې ولسمشر اردوغان ته د سپکاوي په تور ثبت شوې دي.

ښاغلي اردوغان یو جګپوړی امریکایی جنرال د هغو دسیسه کوونکو په خوا نیولو تورن کړ، چې دوه اونۍ وړاندې یې د ده د پرځولو هڅه وکړه.

د ښاغلي اردوغان د څرګندونو هدف جنرال جوزیف واتیل و، چې په سیمه کې د امریکا جګپوړی قومندان دی.

جنرال واټیل ویلي وو، له ناکامې کودتا وروسته له ترکي افسرانو سره چلند کېدای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي همکارۍ ته زیان ورسوي.

ښاغلي اردوغان انقره کې د هغو سرتېرو د یاد مراسمو کې دا څرګندونې وکړې، چې په تېره ناکامه کودتا کې وژل شوي دي:

''لږ شرم پکار دی''

Image caption ولسمشر اردوغان انقره کې له ځانګړو ځواکونو سره د کتنې پرمهال

''اوس د دوی یو کس، یو جنرال یا امیر البحر چې له بده مرغه په امریکا کې مهمه دنده لري، زه وینم او اورم د قوماندې د لوړپوړ خلک چې موږ ورسره اړیکې لرو د نیول شویو په ډله کې دي. هغه دا وايي، نو لږ شرم پکار دی. ته څوک یې چې دداسې مسلو په اړه پرېکړه کوې، ته څوک یې؟ لومړی باید ته خپل ځای ځایګی وپېژنې، په دې پوه شې چې ته یې څوک؟! ددې پرځای چې د ډیموکراسۍ په نامه له دغه هېواده مننه وکړې چې کودتا یې شنډه کړې، تاسو د کودتاچیانو پلوي کوئ. سربېره پردې کودتاچي هم ستاسې په هېواد کې دی. تاسې زما خلکو ته په دې ډول قناعت نه شئ ورکولی.''

جنرال واټیل د ښاغلي اردوغان څرګندونې خواشینې او ناسمې بللې دي.

تر دې مخکې د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدریم ویلي وو، هغه پوځي اډه به وتړله شي، چې کودتاچیانو کارولې وه.

له ناکامې کودتا وروسته تر ۱۰۰ ډېر ترکي جنرالان له دندو شړل شوي او په زرګونو سرتېري زنداني شوي دي.

د تېرې جمعې په ورځ ترکي چارواکو وویل، د ناکامې کودتا په تور د نیول شویو کسانو شمېر تر ۱۸ زرو اوښتی دی.

لومړي وزیر بن علي یلدریم ویلي، ترکیه اوس د ټولو هغو عناصرو لیرې کولو کې بریالۍ شوې ده، چې په امریکا له مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن سره تړاو لري.

د انځور حقوق
Image caption جنرال واټیل (ښي لاس ته) د ښاغلي اردوغان څرګندونې خواشینې او ناسمې بللې دي.

ترکي چارواکي پر ښاغلي ګولن د کودتا د دسیسې تور پورې کوي، خو ګولن چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې امریکا کې د تبعید ژوند کوي، دا تورونه بابیزه ګڼلي دي.

ورته مطالب