سوریه کې د روسي چورلکې غورځېدو ۵ روسي پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق Reuters

روسیې ویلي، د سوریې شمال کې د وسله والو په لاس روسۍ پوځي چورلکه غورځول شوې، چې پنځه پوځيان پکې وژل شوي. وژل شویو کې درې د الوتکې عمله او دوه روسي افسران و.

د روسیې پوځي چارواکو ویلي، د Mi-8 په نامه دې چورلکې کې له پنځو سپرو کسانو یې د لږترلږه څلورو وژل کېدل تایید شوي دي.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس د یوه چارواکي له خولې ویلي، چورلکه له حلب ښار ته د بشري مرستو له رسولو وروسته د ستنېدو په حال کې وه.

تر اوسه څرګنده نه ده چې چورلکه کومې حکومت مخالفې ډلې ویشتلې ده.

پر خواله رسنیو له پېښې وروسته انځورونه خپاره شوي چې د الوتکې ټوټې او د وژل شویو کسانو مړي پکې ښکاري او شاوخوا یې په وسلو سمبال کسان ولاړ دي.

Image caption په دې انځور کې د غورځول شوې الوتکې یوه ویجاړه شوې برخه ښکاري

روسیه د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ټینګ ملاتړی هېواد دی چې د حکومت مخالفو وسله والو د بمباري کولو چاره یې پیل کړې ده.

تېره میاشت حکومتي ځواکونو د سوریې د ختیځ حلب ښار ځینې برخې ونیولې.

ورته مطالب