د نابلس له جوماتونو د اذان پرځای سندره خپره شوې

د لوېدیځې تراډې نابلس ښار په ځینو جوماتونو کې د اذان پر ځای سندره اورېدل شوې
Image caption د لوېدیځې تراډې نابلس ښار په ځینو جوماتونو کې د اذان پر ځای سندره اورېدل شوې

د فلسطین د کورواکې ادارې چارواکو ویلي، د لوېدیځې تراډې په نابلس ښار کې له ځینو جوماتونو د اذانونو پرځای د موسیقۍ د غږ اورېدو په اړه څېړنه کوي.

د پنجشنبې په ورځ لمونځ کوونکي د نابلس له جوماتونو اذانونو ته انتظار وو، چې ناڅاپه یې د اذان پرځای د مشهورې مصرۍ سندرغاړې ام کلثوم سندره واورېده.

لاهم فلسطیني چارواکي په دې لټه کې دي چې ایا دا کار په لوی لاس شوی او که د اذان پرځای د ام کلثوم سندره د تخنیکي ستونزې له کبله خپره شوې ده.

د نابلس ځینو اوسېدونکو له جوماتونو د موسیقۍ په خپرېدو ناخوښي ښودلې ده.

په خواله رسنیو کې خپره شوې وېډیو کې له جومات نه د ام کلثوم د سندرې خپرېدل ښودل شوي.

د انځور حقوق AP

تېر کال، د مصر یو مؤذن له دې کبله حکومت پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښتی و، چې ګني د ګهیځ په اذان کې یې د ''الصلاة خیر من النوم'' پر ځای ''الصلاة خیر من الفیسبوک'' [لمونځ له فیسبوک غوره دی] ویلي دي.

+ د ''لمونځ له فېسبوک غوره دی'' نارې له کبله مؤذن پوښتل شوی

ورته مطالب