پوتین د خپل دفتر مشر او نژدې ملګری له دندې لیرې کړی

سیرګي ایوانوف او پوتین د انځور حقوق AP
Image caption ۶۳ کلن سیرګي ایوانوف په تېرو پنځو کلونو کې د ښاغلي پوتین د دفتر مشر و، چې په یوه تازه حکم کې د چاپېریالي چارو د ځانګړي استازي په توګه هم ګومارل شوی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل دفتر مشر او پخوانی ملګر سیرګي ایوانوف له دندې ګوښه کړی دی.

کرملین په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاغلي ایوانوف پرځای د هغه پخوانی مرستیال انتون واینو د پوتین د دفتر د نوي مشر په توګه ټاکل شوی.

ښاغلی ایوانوف په تېرو دوو لسیزو کې د ښاغلي پوتین له ډېرو نژدې کسانو و او ډېره تکیه او باور یې هم پر هغه کاوه.

دواړه د پخواني شوروي اتحاد څارګره اداره (ک ج ب) کې ملګري همکاران وو.

تر اوسه د نوموړي د لیرې کېدو لامل نه دی ډاګیزه شوی.

۶۳ کلن سیرګي ایوانوف په تېرو پنځو کلونو کې د ښاغلي پوتین د دفتر مشر و، چې په یوه تازه حکم کې د چاپېریالي چارو د ځانګړي استازي په توګه هم ګومارل شوی و.

د روسیې دولتي تلوېزیون په ژوندۍ بڼه د ولادیمیر پوتین په حضور یوه ناسته خپره کړې، چې د ایوانوف پرځای پکې ښاغلی انتون واینو د دفتر نوی مشر ټاکل کېږي.

ښاغلی ایوانوف د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ د روسیې د لومړي وزیر دیمیتري میدویدیف په کابینه کې د دفاع وزیر پاتې شوی.

Image caption ولسمشر پوتین (منځ کې) له ښاغلي انتون واینو (ښي لاس ته) د ښاغلي ایوانوف (کيڼ لاس ته) سربېره د جمعې پر ګهیځ وکتل

وروسته په ۲۰۱۱ کال د روسیې د لومړي وزیر مرستیال وټاکل شو.

د ۱۹۹۰ لسیزې وروستیو کې چې پخواني شوروي اتحاد دړې وړې شوی و، هغه مهال چې ولادیمیر پوتین د روسیې د فدرالي امنیتي سازمان FSB مشر و، ایوانوف یې مرستیال و.

ورته مطالب