لیبیا کې ولې ګډوډي ده؟

د انځور حقوق AFP

په لیبیا کې له هغې راهیسې ګډوډي ده چې د ناټو ملاتړ درلودونکو ځواکونو د ۲۰۱۱ کال په اکتوبر کې د هېواد واکمن ډګرمن معمر قذافي چې ډېره موده يې پر لیبیا حکومت کاوه وپرځاوه.

لوېدیځ هطوادونه اوس په زیاتېدونکې توګه اندېښمن دي چې "اسلامي دولت" ډلې د شمالي افریقا په دې هېواد کې پښې ټینګې کړې او د امریکا متحدو ایالتونو په ځواب کې پر دې اورپکې ډلې باندې هوايي ګوزارونو پیل کړي.

د لیبیا حالات څومره خراب دي؟

هلته اصلي واک یواځې د بېلابېلو وسله والو ملیشو په لاس کې دی - او داسې احساس کېږي چې هغوی هغه سیاستوال چې د دوې ملاتړ کوي په حقیقت کې برمته کړي.

د پاڅون په وخت کې، څوک چې وسله لري درناوی هم ترلاسه کوي، او د ځینو اټکلونو له مخې تر ۱،۷۰۰ پورې بېلابېلې وسله والې ډلې راپیدا شوې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption رقیبو سیاستوالو د یووالي یو حکومت جوړکړی خو پرټول هیواد باندې کوم ريښتیانی کنټرول نلري

هلته دوه سیال پارلمانونه او درې حکومتونه رامنځته شوي- وروستی حکومت په ډسمبر کې د ملګروملتونو تر سرپرستۍ لاندې خبرو اترو وروسته جوړشو، هدف يې دا و چې د دوو نورو حکومتو ځاې ونیسي. خو دې نوښت تراوسه نتیجه نه ده ورکړې، ځکه داسې اندیښنې شته دي چې وايي دا نوی حکومت د لوېدیځوالو لخوا تپل شوی.

د تیلو دغه شتمن هېواد یو وخت په افریقا کې د ژوند ډېره لوړه کچه درلوده، روغتیايي پالنه او پوهنه روزنه په کې وړیا وه، خو له پاڅون نه پنځه کاله وروسته اوس له مالي بحران سره مخ دی.

د دغې ناکرارۍ له امله "اسلامي دولت" ډلې وکولی شول په دې هېواد کې خپلې پښې ټینګې کړي.

د "اسلامي دولت" ډلې لوړپوړو مشرانو په لیبیا کې 'پناه اخیستې'

"اسلامي دولت" ډله څومره یو ګواښ دی؟

داسې وېره شته چې د قذافي د زیږېدو ځای یعنې د سیرت ښار په شاوخوا کې د "اسلامي دولت" ډلې تر کنټرول لاندې یوې سیمې جوړېدل به د جهادیانو د روزنې لپاره یو خوندي ځای جوړ کړي چې له هغې ځایه به په ټولې مدیترانې او شاوخوا سیمو کې بریدونه تمویلوي او پلانوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لیبیا وسلې د ټولې سیمې وسله والو ډلو لاس ته ورغلې

د امنیتي چارو ځینو کارپوهانو له نظره لییبا د وسلو پر یوه بازار بدله شوې- له هغو وسلو ډکه ده چې د قذافي له وسله تونونو تالا شوې - او د هغو جهادیانو لپاره د فعالیت یوه ښه زمینه يې برابره کړې چې په سورېې او عراق کې له بمباریو تښتي.

جهادیانو د لیبیا د تیلو پر تاسیساتو هم بریدونه کړي، د تیلو یو شمیر بهرني کارکونکي يې تښتولي او تېرکال يې په تونس کې د سیاحت پر صنعت باندې په دوو سترو بریدونو کې لاس درلود - چې په لیبيا کې روزل شویو وسله والو لخوا ترسره شول.

تونس د نورو مصیبتونو د مخنیوي لپاره لیبیا سره د خپلو پولو په اوږدو کې تر یوه بریده امنیتي خنډونه او مورچلې جوړې کړي.

نور کوم کارونه کېږي؟

د امریکا متحدو ایالتونو منلې چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې لیبيا کې درې ځلي هوايي بریدونه کړي - وروستی برید د اګست په لومړۍ نیټه د سیرت په ښار کې و. دا د هغو پرلپسې هوايي بریدونو پیل دی چې مامورین وايي دغې ښار ته به محدود پاتې شي، چې د "اسلامي دولت" ډلې مخالفو ځواکونو سره مرسته وکړي چې دا ډله له منځه یوسي.

د بریتانیا او فرانسې ځانګړي ځواکونه هم په لیبیا کې فعالیت کوي - تر ډېره حده د دې عملیاتو بڼه او کچه پټه ساتل شوې.

د ۲۰۱۶ په جولای که درې تنه فرانسوي عسکر هغه وخت ووژل شول چې ملیشه يې کسانو يې هیلیکوپټر وویشته او راوغورځاوه. دغو ملیشه يې کسانو ویل چې د بنغازي دفاعي لوا په نامه یوې نوې اورپکې ډلې پورې اړه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د یووالي حکومت د بهرنۍ مداخلې غوښتنه وکړه خو ځینوېې هرکلې ونه کړ

د سږکال په لومړیو کې، داسې پلانونه هم وو چې د بریتانیا او فرانسې په ګډون د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو نه ۶،۰۰۰ عسکر لیبیاته ولېږي تر څو محلي عسکر وروزي او د "اسلامي دولت" ډلې سره تړلې ډلې پرېنږدي چې نورې سیمې ونیسې او د دیپلوماتیکو استازولیو امنیت وساتي چې غواړي بېرته د هیېاد پلازمېنې ته ولېږدول شي.

خو، اوس داسې ښکاري چې د ملي یووالي نوی حکومت زړه نازړه دی چې په ښکاره دغسې يو ځواک ته اجازه ورکړي او یا يې غوښتنه وکړي او روښانه نه ده چې دا عسکر به ولېږل شي که نه.

دا ټول په داسې حال کې کېږي چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر اوباما په یوې مرکې کې چې په اپریل کې خپره شوه اعتراف وکړ چې د ده د ولسمشرۍ "تر ټولو بده تېروتنه" دا وه چې د قذافي د نسکوریدو پایلو ته يې ځان نه وو چمتو کړی.

ښاغلي اوباما د دې "ګډوډۍ" ملامتيا قسما د بریتانیا د هغه وخت پر لومړی وزیر ډیوید کامیرون واچوله، او ويې ویل چې هغه د لیبیا د ملاتړ لپاره کافي اقدامات ونه کړل په داسې حال کې چې د دې هیواد بې ثباتۍ د هغې ګاونډیان ګواښل او د اروپا د کډوالو کړکېچ یو عامل و.

لیباکې څنګه رقیب حکومتونه رامنځته شول؟

په ۲۰۱۴ کې پارلماني ټاکنې وشوې خو سیالو ډلو يې نتیجې و نه منلې. واکمنې ډلې د واک له سپارلو انکار وکړ او په پلازمینې، طرابلس کې پاتې شوه.

نوی ټاکل شوی پارلمان ۱۰۰۰ کیلومتره لیرې د تبروک بندري ښار کې میشت شو او یو بیل، سیال حکومت يې جوړ کړ.

ملګري ملتونه تراوسه د دغه پارلمان رسمي ملاتړ کوي او هغه د لیبیا رسمي قانون جوړونکې موسسه بولي - دا پارلمان د یووالي د نوې ادارې مخالف دی ځکه چې هغه غواړي چې جنرال خلیفه هفتار چې د اسلامپالو ملیشو پر ضد د جګړې مشري کوي، په راتلونکي پوځ کې یو لوړ مقام ولري، خو د ملګرو ملتونو په موافقتنامه کې د دې خبرې د عملي کېدو ضمانت نه دی شوی.

د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب له مخې د یووالي په حکومت کې د ولسمشرۍ یوه نهه کسیزه شورا جوړه شوې ده،چې مشر يې لومړی وزیر فایض سراج دی. هغه په مارچ کې طرابلس ته ورغی چې خپله اداره جوړه کړي او هڅه کوي چې د بېلابېلو ملېشو او سیاستوالو ملاتړ ترلاسه کړي، خو پر ټول هېواد باندې کوم ریښتینی کنټرول نه لري.

ښاغلي سراج چې د مسلک له پلوه یو انجینیر دی، د سیرت په ښار کې د "اسلامي دولت" ډلې پر ځایونو باندې د امریکا د متحدو ایالتونو د هوايي بریدونو ملاتړ وکړ، چې دا د هغه د حکومت او د امریکا ترمنځ یو لومړنی ګډ پوځي اقدام و.

آیا هغوی ټول یو وخت یو د بل ملګري نه وو؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډګرمن قذافي ۴۲ کاله واکمن و

هغوی ټولو له قذافي نه کرکه درلوده - خو له دې نور څه نه وو. هېڅ یوې ډلې د بغاوت مشري نه کوله. ملېشې په بېلابېلو ښارونو کې په خپلو جګړو بوختې وې.

هغوې له ایډیالوژیکي پلوه هم سره ویشلي دي - ځینې يې توندلارې او یا معتدله اسلامپالي دي، ځینې نور يې بیلتون غوښتونکي او یا د شاهي نظام پلویان دي او یو شمېر نور يې لیبرالان دي. برسېره پر دې ملیشې له سیمه ییز، قومي او محلي پلوه هم سره ویشلې دي چې د جګړو لپاره يې زمینه برابره کړې.

او د څه باندې څلورو لسیزو مطلقه حکومت نه وروسته، هغوی د دیموکراسۍ په هکله ډېره پوهه نه لري.

نو، هغوی ونشوای کولای په خپل منځ کې یوې روغې جوړې ته ورسېږي او د قانون د حاکمیت پر بنسټ یو نوی دولت جوړ کړي.

لوېې ملیشايي ډلې کومې دي؟

د انځور حقوق BBC World Service

ختیځو اومرکزي سیمو کې:

جنرال خلیفه هفتار، د لیبیا د سیاست یو مهم او اختلافي لوبغاړی او د لیبیا ملي پوځ (LNA) مشر دی، چې ده ته له وفادارو ملېشو او د پخوانې پوځ له قطعاتو جوړ شوی. هغه ځان د اسلامپالو ملیشو اصلي مخالف بولي او د هغه حکومت ملاتړ ورسره دی چې د تبروک په ښار کې مېشت دی او ویل کېږي چې له مصر او فرانسې سره همغږي پوځي فعالیتونه لري.

د بنغازي انقلابي شورا (BRC)، له اسلامپالو ډلو جوړه شوې چې د بنسټپالو جنګیالیو یو پيچلی ترکیب دی. هغه کسان هم په کې شامل دي چې "اسلامي دولت" ډلې ته يې بیعت کړی. د انصار الشریعه غړي هم په کې دي، هغه ډله چې په ۲۰۱۲ کې په بنغازي کې د امریکا سفیر کرسټوفر سټیونز د وژنې پړه ورباندې ده.

کېدای شي د بنغازي دفاعي لوا (BDB) سره هم تړاو ولري، له اسلامپالو جنګیالیو نه جوړه شوې یوه نوې ډله چې له بنغازي څخه شړل شوي وه. دغو ټولو ډلو د جنرال هفتار پرضد لاس یو کړی دی.

د "اسلامي دولت" ډلې اصلي اډه د سیرت ښار دی او له محلي جهادي ډلو نه راجلا شويو کسانو او بهرنيو جنګیاليو نه جوړه ده. په لیبیا کې د دې ډلې تر ټولو مهم ملګری د اسلامي ځوانانو شورا (IYC) وه.

د ۲۰۱۴ په اکتوبر کې، دغې شورا اعلان وکړ چې له طرابلس نه تقریبا ۷۲۰ کیلومتره لیرې د شمال ختیځ ساحلي ښارګوټی، درنا، د لیبیا لومړنی ښار دی چې د "اسلامي دولت" ډلې نړیوال خلافت سره یو ځای شوی دی. خو له هغې راهیسې له القاعده سره تړلې ډلې، د درنا د مجاهدینو شورا لخوا هغوی له دې ښار نه شړل شوي دي.

لوېدیځو سیمو کې:

د لیبیا د سهار په نامه د څو ډلو یوه مجموعه چې د هېواد د لوېدیځ زیاتره برخې کنټرولوي، لکه مسراتا او طرابلس، په بیلابیلو لواګانو ویشل شوې چې بېلابېلو اړخونو ته وفاردارې دې.

ځینې ېې د یووالي د حکومت ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو په مرسته او ملاتړ جوړ شوی، ځينو نورو یې لا کومه پرېکړه نه ده کړې.

دغه ډلې چې د مسراتا جنګیالي يې په سرکې وو، د یوه مشر اسلامي روحاني تر مشرتابه لاندې د ۲۰۱۴ په اګست کې طرابلس ونیوه. د مسراتا ځینې ملیشې په سیرت کې د "اسلامي دولت" ډلې پر ضد عملیاتو کې ډېره ونډه لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د لیبیا سهار د اسلامپالو ملیشو له ډلوڅخه جوړشوی وو

په لیبیاکې ورځنی ژوند څنګه دی؟

د تیلو تولید تقریبا په ټپه دریدلی، بانکونو کې پیسې نشته او د روغتونو دارو درمل په ختمېدو دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption سږکال اسلامي دولت ډلې د تیلوپرتاسیساتو برید کړی وو

د اټکل له مخې ۴۰۰،۰۰۰ لیبیایان د هېواد دننه له خپلو کورونو بیځایه شوي دي.

د "اسلامي دولت" ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې ټینګ اسلامي قانون عملي کېږي او دغې ډلې، یو شمېر خلک پر دار ځړولي او سرونه يې ورته پرې کړي.

د ۲۰۱۵ په اپرېل کې، د "اسلامي دولت" ډلې جنګیالیو څه باندې ۳۰ تنه کډوال کارګر ووژل،چې زیاتره يې ایتیوپیايي عیسویان وه.