مالیزیایی سندرغاړی نیموي "اسلام ته د سپکاوي" په تور نیول شوی

نیموي د انځور حقوق Reuters
Image caption د روانې میاشتې لومړیو کې پولیسو ویلي وو، د (زما خدایه) وېډیو له خپرېدا وروسته یې له نیموي پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

د مالیزیا پولیسو یو مشهور او لانجمن سندرغاړی تر هغو شکایتونو وروسته نیولی، چې ګني پخپله وروستۍ سندریزه وېډیو کې یې "اسلام ته سپکاوی" کړی دی.

دغه مالیزیایی سندرغاړی وي مینګ نومېږي، خو په نیموي مشهور دی.

نوموړی د یکشنبې په ورځ ونیول شو.

نیموي چې په سندرو کې په بازاري تورو کارولو شهرت لري، وايي "له [او مای ګاډ] سندرې مې هدف د مذهبي همغږۍ او بخښنې د دود خپرول دي".

نوموړی د چین په مندرين او مالیزیايي ژبو له تېرو پنځو کلونو راهیسې سندرې وايي، ځکه په ټایوان او چین کې هم پوره شهرت لري.

دی په یوه سندره کې د مالیزیا د انرژۍ له شرکته پوښتي، چې ولې برېښنا پارچاوېږي، په بله سندره کې د ملي سرود پېښې کوي او ملنډې ورباندې وهي، شاید د نوموړي د دغه عمل په اړه هم شکایت شوی وي.

پولیسو ویلي، ځینو نا حکومتي مدني ټولنو او ډلو شکایت کړی، خو د هېڅ کومې ډلې یا ټولنې نوم یې نه دی اخیستی.

د روانې میاشتې لومړیو کې پولیسو ویلي وو، د (زما خدایه) وېډیو له خپرېدا وروسته یې له نیموي پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.

نیموي په یاده وېډیو کې له درو نورو کسانو سره، د بودایانو، ټاوي، یوې کلیسا او یوه جومات مخې ته ناڅي او سندرې وايي.

خو پر یوټیوب د روانې میاشتې پر ۲۰ مه خپره شوې سندره کې د جومات مخې ته د سندرې ثبت شوې صحنه نه ښکاري.

نوموړي یوه بله وېډیو هم خپره کړې او د ځان د دفاع لپاره پکې وايي، د "اې زما خدایه" سندرې خپرولو موخه یې دا وه چې د بېلابېلو دینونو ترمنځ همغږي رامنځ ته شي.

ورته مطالب