روسیه وايي سوریې کې د بریدونو لپاره اوس د ایران هوايي اډه نه کاروي

د انځور حقوق AP
Image caption روسي چارواکو ویلي و، چې د سوریې ادلیب، حلب او دیرالزور کې یې د اورپکو پټنځایونو له منځه وړلو لپاره د ایران هوايي اډه کارولې

روسي چارواکو منلې، چې اوس په سوریې کې د بمباري لپاره د ایران هوايي اډه نه کاروي. تهران کې د روسیې سفیر لیون زاهګریان وايي له ایرانۍ هوايي اډې نه روسۍ الوتکې او تجهیزات لرې کړل شوي دي، خو وايي هېواد یې راتلونکي کې د ایراني اډانې کاروولو لړ کې کوم خنډ نه ویني.

روسي چارواکي دغه څرګندونې له هغه وروسته کوي، چې د ایران دفاع وزیر حسین دهقان د ایراني پوځي اډې کاروولو لړ کې د روسیې پر مخکینیو څرګندونو نیوکه وکړه. ښاغلي حسین د روسیې دغه څرګندونې تظاهر بللې وې.

روسیې او ایران دواړه د سوریې ولسمشر بشار الاسد پلویان دي، خو ایران د سوریې کړکېچ کې هېڅکله د خپل پوځي رول په اړه څه نه دي ویلي. د روسیې له څرګندونو مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمی ویلي و، چې د اوس لپاره روسیې د ایران پوځي اډه نه کاروي او الوتکې یې له دغه ځایه تللې دي.

د ایسوشیټیډ خبري اژانس د رپوټ له مخې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند تهران کې رسنیو ته ویلي، چې د روسیې له لوري د ایراني هوايي اډې کاروول د لنډ مهال لپاره وو او وايي روسيې د دغې چارې غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق RIA Novosti

ویاند دغه راز ویلي، چې اوس دغه لړۍ په ټپه درېدلې. د تېرې سې شنبې په ورځ روسي چارواکو ویلي و، چې د سوریې ادلیب، حلب او دیرالزور کې یې د اورپکو پټنځایونو له منځه وړلو لپاره د ایران هوايي ډګر کارولی دی.

د چارواکو په وینا د روسیې جنګي الوتکو د ' سخت دریځو ' ځپلو لپاره د ایران ختیځ کې همدان هوايي اډه کارولې ده.

تېر کال د بشارالاسد حکومت په ملاتړ د کمپاین له پیله راهیسې دا لومړی ځل دی، چې روسیه سوریې کې دننه د بریدونو لپاره د درېیم هېواد خاوره کاروي.

دا وروستیو کې روسیې له ایران او عراقه غوښتي وو، چې له خپلې خاورې د کروز توغندیو تېرېدو اجازه ورکړي، چې دوی وکولای شي سوریې کې د سخت دریځو پټنځایونه په نښه کړي.

ورته مطالب