د سوریې کړکېچ: امریکا او روسیه هوکړې ته 'نژدې شوې'

د انځور حقوق Reuters
Image caption جان کیري وویل، په هوکړه کې ځینې داسې ډيپلوماتیک ټکي پاتې دي، چې د دواړو خواوو پرې د نظر اختلاف دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، له خپل روسي سیال سیرګي لاوروف سره یې ژنیوا کې د سوریې د اوربند په تړاو بیا خبرې پیل کړې، خو وايي لاهم ځینې ستونزې هواری غواړي.

د جمعې په ورځ (اګست ۲۶مه) د خبریالانو پر وړاندې له راڅرګندېدا وړاندې، د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران د تړلو دروازو ترشا ۱۲ ساعته خبرې وکړې.

وروسته جان کیري وويل: ''موږ هوکړې ته ډېر نژدې شوي یو، خو د نهايي کولو لپاره یې باید بیړه ونه کړو''.

پر همدې مهال، د دمشق له داریا نه، چې څلور کاله د سوریې د پوځ له خوا کلابند و، زرګونه ولسي وګړي په وتلو دي.

جان کیري وویل، په هوکړه کې ځینې داسې ډيپلوماتیک ټکي پاتې دي، چې د دواړو خواوو پرې د نظر اختلاف دی.

په ژنیوا کې د بي بي سي خبریاله ایموجین فوکس وايي، کیري ونه ویل چې تر راتلونکو ورځو پورې به د اختلاف کوم ټکي حل کړي، خو ویې ویل: ''په سوریه کې ډېری خلک پوهېږي چې په هېواد کې اوربند عملي کېدونکی دی، دا هوکړه به تاوتریخوالی کم کړي. سوري وګړي تر هرڅه ډېر اوربند ته اړتیا لري.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption له داریا ښار نه د جمعې په ورځ په بسونو کې د ولسي وګړو ایستل پیل شول
د انځور حقوق Reuters
Image caption د سوریې رسنۍ وايي، له داریا نه ۷۰۰ وسله وال او ۴ زره ولسي وګړ په وتلو دي
د انځور حقوق epa
Image caption د سوریې پوځ له ۲۰۱۲ کال راهیسې داریا کې ولسي وګړي او مخالف وسله وال کلابند کړي

نوموړي وویل، د سوریې د کړکېچ د هواري لپاره یوازېنۍ لار په سیاسي هوکړه کې نغښتې ده.

بل خوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف وویل، کیري د سوریې په تړاو خبرو کې ''د پرمختګ لپاره ځینې مهم ګامونه واخیستل''.

خو نوموړي خبرداری ورکړ چې ''له ترهګرو د منځلارو مخالفو وسله وال له بېلولو پرته د اوربند لپاره هېڅ ریښتینی او تلپاتې ضمانت نه وینم''.

دمشق او ملګرو یې هوکړې ماتې کړې

که څه هم هوکړې ته د نژدې کېدو خبرونه ورکړل شوي، خو کیري پر دمشق او روسیې تور ولګاوه چې سوریه کې یې د جګړې د درېدو او اوربند ځینو هوکړو ماتولو ته دوام ورکړی.

کیري وویل: ''حلب لاهم کلابند دی او د حکومتي ځواکونو او د هغوی د ملګرو (روسیې، ایران او د لبنان حزب الله) له خوا پرې سختې بمبارۍ کېږي، نن په داریا کې حکومتي ځواکونه له څه باندې څلور کلنې کلابندۍ وروسته اوربند ته غاړه ږدي.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption داریا ښار له څلورو کلونو راهیسې بې برېښنا و

ملګرو ملتونو په داریا کې د ولسي وګړو د وتلو او یا پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده، خو وايي له ښاره د خلکو وتل باید په خپله خوښه وي.

داریا په سوریه کې هغه لومړنی ښار دی، چې د بشار الاسد پر وړاندې پکې سوله ییز لاریونونه پیل شول.

شنونکي وايي، له داریا نه د مخالفو وسله والو وتل د حکومتي ځواکونو لپاره بریا ګڼل کېدای شي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption داریا په سوریه کې هغه لومړنی ښار دی، چې د بشار الاسد پر وړاندې پکې سوله ییز لاریونونه پیل شول.
د انځور حقوق AFP GETTY

ورته مطالب