۴۱ کاله ګډ اوسېدل، خو پوی نه وو ماشومتوب کې بدل شوي

ډېوېډ ټیټ (کیڼ لاس ته) او لیون سوانسن په خبري غونډه کې، چې ژړل یې، وویل، دوی د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي
Image caption ډېوېډ ټیټ (کیڼ لاس ته) او لیون سوانسن په خبري غونډه کې، چې ژړل یې، وویل، دوی د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دي

د کاناډا په یوه لرې پراته کلي کې دوه سړي ۴۱ کاله وروسته پوه شول چې په کوچنیوالي کې په روغتون کې له یو بل سره بدل شوي دي.

لیون سوانسن او ډیويډ ټایټجر د کاناډا په یوه لرې پراته کلي کې له کوچنیوالي ګډ اوسېږي او یو بل سره پېژني. دا په روان کال کې په دغه هېواد کې دویمه ورته قضیه ده.

خو اوس ډي این اې ازموینو وښوده چې ټرایټجر او سوانسن په ۱۹۷۵ کال کې د زېږېدنې پرمهال په یوه دولتي زېږنتون کې له یو بل سره بدل شوي دي.

ښاغلي ټیټ په خبري غونډه کې، چې ژړل یې، وویل، دی د خپل برخلیک په اړه اندېښمن دی، خو هغوی چې دی یې لوی کړی، مور او پلار یې دي، خو په خبره یې اوس یې نوي مور، پلار او ورور هم وموندل.

د کاناډا د روغتیا وزیر ویلي، "دا زموږ لپاره یو ښه خبراوی دی، چې ټولو اصلي اوسېدونکو ته د لوړې کچې روغتیايي پاملرنه وکړو."

"جنايي"

په تېر نومبر میاشت کې د سیمه ییز حکومت چارواکو وویل، دوه نور سړي هم په همدې روغتون کې په همدې کال د زیږېدلو پرمهال بدل شوي دي.

د لک منیاس او نورمان نرکمان کیسه ددې لامل شوه، چې د ټیټ او سوانسن د ډي اېن اې ازموینې ترسره شي.

د منیتووبا پخواني ایالتي وزیر اریک روبنسن خبریالانو ته وویل: "فدرالي حکومت ددغو خلکو پوروړی دی. دوی ته چې څه ورپېښ شوي، هغه یو جنایت دی. انسانان غلا شوي وو. تاسو تر دې پرته بل نوم نه شئ ورته اخیستی."

د روغتیا وزیر جین فیلپاټ وویل، ځانګړې څېړنه پیل شوې ده، چې ایا تر اوسه څومره تي خوري ماشومان په ورته پېښو کې سره بدل شوي دي.

کاناډا کې ۱٫۴ میلیون ځايي(بومي) وګړي اوسېږي، چې له بېلابېلو قبایلو او توکمونو جوړ دي.

ورته مطالب