سنګاپور کې د زيکا "۴۱ پېښو" پخلی شوی

د انځور حقوق Getty
Image caption زيکا د وايروس لېږدونکې مياشې د چيچلو په مټ له يوه نه بل ته لېږدول کېږي

د سنګاپور چارواکو د زيکا ويروس د۴۱ پېښو پخلی کړی دی.

د دغه هېواد د روغتيا وزارت وايي پر دغه ناروغۍ اخته ډېری کسان بهرني کارګر دي او دوی ټولو په يوه سيمه کې ژوند او کار کاوه.

چارواکي وايي له ناروغو کسانو يوه هم هغو سيمو ته سفر نه دی کړی چې د زيکا ويروس په کې خپور دی.

دوی وايي اوس ۳۷ تنه په بشپړ ډول روغ شوي خو اووه تنه نور لا تراوسه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

زيکا ناروغي په ښکاره ډېرې نښې نه لري خو د دې ويروس له کبله مېندوارې مېرمنې معیوب ماشومان زېږوي.

په زیکا اخته نوي زېږېدونکي ماشومان له عادي کچې کوچنی سر لري او د بدن ودې بهیر یې په ټکنی وي. دغه ناروغي په نژدې ۵۰ هېوادونو کې لیدل شوې ده.

دغه ناروغي چې د زيکا ويروس د يو لېږدونکې مياشې د چيچلو په مټ له يو نه بل ته لېږدول کېږي، خو يو امریکايی ډاکتر وايی چې دا لېږد د جنسي اړيکو له لارې هم شونی دی.

سينګاپور کې په لومړي ځل د زيکا پېښه د روان کال په مې مياشت کې په هغه ۴۸ کلن کس کې ليدل شوې چې له برازيله دغه هېواد ته تللی و.

د انځور حقوق Getty
Image caption په زیکا اخته نوي زېږېدونکي ماشومان له عادي کچې کوچنی سر لري او د بدن ودې بهیر یې په ټکنی وي

اوس په يوه نوې پېښه کې ۳۷ کلنه ماليزيايۍ مېرمن پر دغه ويروس اخته شوې، دا لومړنۍ مېرمن ده چې په دغې ناروغۍ اخته کېږي.

د روغتيا وزارت وايي نورو سيمو ته د دغه وايروس د لېږد امکان شته ځکه د سنګاپور په نورو سيمو کې هم دوې پېښې موندلی شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې د "دې وېره شته چې دغه ويروس به نور سيمو ته ولېږدي".

ورته مطالب