په هندي کشمیر کې ۵۲ ورځنی ګرځبندیز پای ته ورسېد

د انځور حقوق EPA

د هند تر واک لاندې کشمیر کې ځايي چارواکو د یکشنبې په ورځ ماښام د امنیت په تړاو له یوې ناستې وروسته د کشمیر درې په ډېرو ولسوالیو کې د ګرځبندیز پای ته رسول اعلان کړل.

د دوشنبې په سهار له اوو اونیو وروسته خلکو ارامه ساه واخیسته، خو لا هم د پلوامه ولسوالۍ په ډېرو کلیو او د پخواني سرینګر په دوو پولیسو تاڼو تر واک لاندې سیمو کې ګرځبندیز دی.

د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره خلک د دوشنبې په سهار له کورونو ووتل، خو د بېلتونپالو په غوښتنه لا هم سوداګري ځنډېدلې ده.

په سیمه کې د پولیسو یوه ویاند ویلي، حالات پرله پسې ښه کېږي، د ټولو اړخونو له ارزونې وروسته دا پرېکړه شوې چې نور ګرځبندیز ضروري نه دی.

د جولای پر اتمه د جنوبي کشمیر په کوکرناګ سیمه کې پولیسو په عملیاتو کې منلي وسله وال قومندان برهان واني او د هغه دوه ملګري ووژل، چې له امله یې په ټوله دره کې د مظاهرو لړۍ پیل شوه.

په لکونو خلک د برهان واني په جنازه کې د ګډون لپاره ووتل او په بهیر کې یې په څو سیمو کې امنیتي ځواکونو پر خلکو ډزې وکړې.

د دې تاوترخیوالي په لومړیو دریو ورځو کې ۳۰ کسان مړه شول، خو په ټول تاوتریخوالي کې تراوسه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

په نښتو، ډزو او اوښلن ګاز شیندلو شپږ زره کسان ټپیان شوي دي.

چارواکي و ايي، مظاهره چیانو په ډبرو څلور زره امنیتي ځواکونه هم ټپیان کړي دي او په دې بهیر کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د انځور حقوق AFP

په ورته مهال حکومت بېلتونپایلي مشران، سید علي ګیلاني، میر واعظ عمر فاروق او محمد یاسین ملک پرله پسې بندیان کړي دي، ګیلاني خو په کور کې نظر بند دی، خو یاسین ملک په زندان کې دی.

تېره ورځ پولیسو میر واعظ عمر فاروق هم ونیو.

په ۲۶ کاله وسله واله بلوا کې دا لومړی ځل دی چې میر واعظ عمر فاروق نیول کیږي.

عمر فاروق په کشمیر کې لوی دیني مبلغ دی، ځکه په میر واعظ پېژندل کیږي.

نوموړي او نورو مشرانو ته په تېرو اوو اونیو کې په جامع جومات کې د لمونځ کولو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

د انځور حقوق
Image caption په کشمیر کې د ګرځبندیز پرمهال ډېر ښوونځي تړلي و او ځايي خلکو په داوطلب ډول په کورونو او جوماتونو کې لنډمهالي ښوونځي جوړ کړي وو.

ورته مطالب