قرغیزستان کې د چین سفارت کې چاودنه شوې

د انځور حقوق XINHUA
Image caption ځینې سرچینې وایي، د چین له سفارت سره له باروتو ډک موټر جنګول شوی دی.

په قرغیزستان کې د چین ولسي جمهوریت په سفارت کې چاودنه شوې ده.

د قرغیزستان له پلازمېنې بیشکک د سې شنبې ورځې په سهار خپرو شویو راپورونو له مخې، له چاودنې وروسته یو شمېر امبولانسونه هم لیدل شوي چې د پلازمېنې جنوب کې د چین سفارت ودانۍ پر لور روان و.

پولیسو د چاودنې ځای کلابند کړی او په دغه سیمه کې د موټرو تګ راتګ ته اجازه نه ورکوي.

د قرغیزستان یا چین رسمي چارواکو د دې چاودنې او له هغې د احتمالي اوښتې مرګ ژوبلې او زیان په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس "د قرغزستان د روغتیا وزارت د سرچینو" له قوله ویلي چې په دې چاودنه کې لږ ترلږه یو کس وژل شوی.

رویټرز خبري اژانس د قرغیزستان د کورنیو چارو وزارت د سرچینو له قوله رپوټ ورکړی چې دا چاودنه یو ځانمرګی برید و. دا یې هم ویلی چې بریدګر له باروتو ډک موټر له سفارت سره جنګولی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، په دې چاودنه کې د موټر چلوونکی بریدګر وژل شوی او درې کسان ټپیان شوي دي.

تراوسه رسمي سرچینو دا جزییات نه دي تایید کړي.

قرغیزستان په منځنۍ اسیا کې د پخواني شوروي اتحاد یو جمهوریت و چې د ۱۹۹۱ کال اګسټ کې یې خپله خپلواکي اعلان کړه. دا هیواد له ازبکستان، قزاقستان، تاجیکستان او چین سره ګاوندی دی.

قرغیزستان نژدې شپږ میلیونه نفوس لري.

ورته مطالب