د 'اسلامي دولت' نومي ډلې مهم ویاند حلب کې وژل شوی

د انځور حقوق AFP
Image caption تېره مې میاشت کې د ابو محمد العدناني وروستی ثبت شوی غږیز پیغام واوریدل شو

د 'اسلامي دولت' نومي ډلې اړوند رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، چې د دغې ډلې یو مهم ویاند په سوریه کې وژل شوی دی. د یوې اعلامیې له مخې، چې د یادې ډلې پلویانو وېشلې، د اعماق خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې ابو محمد العدناني په حلب ښار کې مړ شوی دی.

اعلامیه کې ویل شوي: ''هغه د حلب پر ضد د روانو پوځي عملیاتو پر شا تمبولو جګړه کې شهید شوی دی.''

العدناني لوېدیځ کې د خپل سرو بریدونو غوښتنه کوله او دغه راز د خپل فصیح او بلیغ بیان له کبله مشهور و.

+ د ابو محمد العداني لنډ ژوندلیک

داسې هم ویل کېږي، چې نوموړی اروپا کې د ترسره شويو بریدونه طراح و.

تېره مې میاشت کې د نوموړي وروستی ثبت شوی غږیز پیغام واورېدل شو، چې په کې یې له مسلمانانو پر لوېدیځ د بریدونو غوښتنه کړې وه.

العدناني د دغې ډلې له پخوانیو او لوړپوړو چارواکو یو بلل کېده.

تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړی د ځمکنیو پوځي عملیاتو بهیر کې وژل شوی او که د هوايي برید پایله کې.

ورته مطالب