'له بلوچستان نه د ورکو کسانو شمېر تر ۲۰ زرو اوړي'

د پاکستان بلوچستان کې د ورکو شویو بلوڅو خپلوانو ډله (وایس فار بلوچ مسنګ پرنسز) او د بلوڅو بشري حقونو سازمان وایي؛ په دغه ایالت کې د ورکو کسانو شمېر تر ۲۰ زرو ډېر دی.

د دواړو بنسټونو چارواکو بي بي ګل بلوچ، نصرالله بلوچ او ماما قدیر بلوچ د ورکو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت ګډې خبري غونډې ته وویل، په بلوچستان کې ډېر شمېر خلک په زور ورک کړل شوي دي.

"د ورکو بلوڅانو لپاره غږ" ډلې مشر نصرالله بلوچ حکومت پر جبري ورکولو تورن کړ او ویې ویل چې په دې برخه کې اسناد محکمو ته هم رسېدلي دي.

له ۲۰۰۸ کال راوروسته په بلوچستان کې د ډېر شمېر شکنجه شویو مړیو د پیدا کېدو لړۍ پیل شوي وه.

د بلوچستان ایالتي حکومت محکمې په وینا، له ۲۰۱۰ کال راهیسې نژدې ۱۰۰۰ شکنجه شوي مړي موندل شوي دي.

د بلوڅو بشري حقونو سازمان مشرې بي بي ګل بلوچ د شکنجه شویو مړیو د شمېر په اړه د حکومت خبره رد کړه او ویې ویل، چې دا شمېر له ۲۰۰۰ ډېر دی.

نوموړې چې په کومو برخو کې پر دولتي ادارو نیوکه وکړه، پر رسنیو او مدني ټولنو یې هم انتقاد وکړ.

د هغې په خبره "په بلوچستان کې د ورکو کسانو مسله د جبري ورکولو یوه لویه نړیواله ستونزه ده، خو رسنیو نړۍ ته د دې مسلې په ښکاره کولو کې خپل رول نه دی لوبولی او نه هم د مدني ټولنې په دې برخه کې غږ پورته کړی."

د بلوچستان د حکومت ویاند انوارالحق کاکړ په دغه ایالت کې د ورکو کسانو د شمېر په تړاو د دغو بنسټونو ادعا ردوي او وايي، چې ایالتي محکمې ته ۹۸ کسانو شکایت کړی دی.

نوموړی د ورکو کسانو او شکنجه شویو مړیو د مسلې را پورته کول د حکومتي ادارو په مقابل کې د بې بنسټه هڅو برخه بولي.

ورته مطالب