د بریتانیا کابینه له اروپايي ټولنې پر وتلو غونډه لري

د انځور حقوق Reuters
Image caption د بریتانیا لومړۍ وزیره د خپلې کابینې له غړو سره له اروپايي ټولنې پر وتلو سربېره پر نورو مسلو هم خبرې کوي.

د بریتانیا لومړۍ وزیر تیرېزا مې د کابینې د داسې غونډې مشري کوي چې له اروپايي ټولنې د خپل هېواد په وتلو او راتلونکو اړوند خبرو کې پر خپلو هدفونو بحث کوي.

لومړۍ وزیره او مهم وزیران په دې ناسته کې له اروپايي ټولنې د وتلو په هکله پر رپوټ شوې لانجې او هغو لومړیتوبونو بحث کوي چې مهمې څېرې پرې اختلاف لري.

د بي بي سي د سیاسي چارو خبریال ټام بېمېن وايي، مېرمن مې د کابینې له هر وزیر غوښتي و، چې له دوبنیو رخصتیو مخکې د خپلو څانګو لپاره هغه څه چې"چانسونه" بلل شوي وروپېژني او هغه به اوس تمه لري چې له وزیرانو رپوټ واوري.

مېرمن مې دا هم ویل چې د اروپايي ټولنې له غړو سره به په روان کال کې خبرې ونه کړي.

د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې به له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو بهیر پیل شي او که د دې ټولنې ټول ۲۸ غړي د خبرو په لا اودږولو سلا نه شي، نو دا خبرې به دوه کاله ونیسي.

د روان کا د جون پر ۲۳ د بریتانیا ۵۱،۹ سلنه وګړو په ټولپوښتنه کې له اروپايي ټولنې وتلو ته رایه ورکړه، چې له امله د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر ډیویډ کامیرون دنده پرېښوده او په ځای یې مېرمن مې وټاکل شوه.

د انځور حقوق AFP
Image caption ميرمن مې له جرمن سیالې او د اروپايي ټولنې د نورو غړو هیوادونو له مشرانو سره په خبرو ویلي، چې په منظم او معقول ډول به خپل هیواد له دې ټولنې وباسي.

خو له اروپايي ټولنې سره د بریتانیا راتلونکي اړیکي او د دې ټولنې کورني مارکېټ ته رسېدل او د ازاد حرکت په هکله مقررات لا هم روښانه نه دي.

د چارشنبې ورځې لیدنه د لومړۍ وزیرې او د هغو لوړپوړو چارواکو لپاره یو چانس بلل کېږي، چې په چین کې د جي شل سرمشریزې راتلونکې ناستې سربېره پر نورو مسلو هم خبرې کوي.

مېرمن مې د جرمني، فرانسې، ایټالیا، ایرلېنډ، پولنډ او سلواکیا له مشرانو سره په مخامخ لیدنه کې ویلي، "منظم او معقول وتل" د بریتانیا د ملي ګټو لپاره ضروي دي او د دې ستراتیژۍ جوړولو لپاره وخت پکار دی.

ورته مطالب