عراقي ملېشې د موصل جګړې ته ماشومان "ګوماري"

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا حکومت د "اسلامي دولت" نومې ډلې پرضد جګړه کې له عراق سره د ډېرې پوځي همکارۍ ژمنه کړې.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ډلې ویلي، په عراق کې قبایلي ملېشې د بې ځایه شویو له ځینو پنډغالو د موصل جګړې ته ماشومان ګوماري. عراق غواړي موصل ښار له "اسلامي دولت" ډلې بېرته ونیسي.

دغې ډلې د عیني شاهدانو او د عراقي قبیلوي ملېشو او کرد مېشتو سیمو د وګړو له خولې ویلي د اربیل سوېل کې یې د اګسټ پر ۱۴مه له دیبکه پنډغالي اوه ماشومان موصل ته څېرمه د پوځي زده کړو لپاره لېږدولي.

اټکل دی چې د "قبیلوي حشر" په نامه پاڅونوال چې له سني جنګیالیو جوړ دي، د موصل جګړه کې مهم رول ولوبوي، خو ویل کېږي چې د شیعه پاڅونوالو داوطلبه جنګیالي به د موصل له جګړې لیرې وساتل شي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي، ماشومان په دې موخه ګومارل کېږي، چې نینوی ولایت کې د جګړې لومړۍ کرښه پرې ځواکمنه کړي. دا کرښه موصل ته څېرمه پرته ده.

د یادې ډلې د ماشومانو د حقونو یوه مشر څېړونکي بېل وان اسفلډ له عراقي حکومته غوښتي چې د موصل جګړې دواړو غاړو کې د ماشومانو د ګډون د مخنیوي لپاره چټک ګامونه واخلي.

هیومن رایټس واچ وايي، داسې معلومات یې هم ترلاسه کړي، چې "اسلامي دولت" ډلې په پراخه کچه خپلو لیکو ته جنګیالي ماشومان ورداخل کړي. همداشان، د ولسي پاڅون ملېشو هم د دغې ډلې پروړاندې جګړې ته ماشومان ګومارلي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د "اسلامي دولت" ډلې ګڼ خلک د عراق د کډوالو له پنډغالو هم پسې اخیستي دي.
د انځور حقوق Getty

د عراقي لومړي وزیر حیدر العبادي ژمنه کړې چې سږ کال به موصل ښار له "اسلامي دولت" نومې ډلې بېتره ونیسي.

موصل د عراق هغه دویم لوی ښار دی، چې لاهم له "اسلامي دولت" ډلې سره دی.

دیبکه پنډغالی

د انځور حقوق AFP
Image caption اټکل دی چې د "قبیلوي حشر" په نامه پاڅونوال چې له سني جنګیالیو جوړ دي، د موصل جګړه کې مهم رول ولوبوي، خو ویل کېږي چې د شیعه پاڅونوالو داوطلبه جنګیالي به د موصل له جګړې لیرې وساتل شي.

دیبکه پنډغالي کې - چې له اربیل جنوب ته ۴۰ کیلومتره لیرې پروت دی – تر ۳۵ زرو ډېر هغه ولسي وګړي مېشت دي چې د حکومتي ځواکونو او "اسلامي دولت" نومې ډلې ترمنځ د جګړې له اوره له خپلو مېنو تښتېدلي دي.

په تېره مارچ کې ددغه پنډغالي دوو اوسېدونکو هیومن رایټس واچ ته وویل، د "اسلامي دولت" ډلې ضد دوو جنګېدونکو ډلو کې له پنډغالي ماشومان جګړې ته هڅول شوي.

دوی ویلي، څو میاشتې وړاندې پنډغالي ته یوه تشه لارۍ راغله او دلته له ۱۸ کلونو د ټیټ عمر ماشومان د جګړې لپاره ولېږدول شول.

د "اسلامي دولت" ډلې ګڼ خلک د عراق د کډوالو له پنډغالو هم پسې اخیستي دي.

د امریکا حکومت د "اسلامي دولت" نومې ډلې پرضد جګړه کې له عراق سره د ډېرې پوځي همکارۍ ژمنه کړې.

د ملګرو ملتونو "اختیاري پروتوکول" په وسله والو شخړو کې د ماشومانو پر ګډون بندیز لګولی، دا پروتوکول په ۲۰۰۸ کال عراق هم لاسلیک کړی، چې "ملي پوځي او وسله والې نا حکومتي ډلې تر ۱۸ د ټیټ عمر ماشومان جګړې ته نه شي بېولی".

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

ورته مطالب