د ملامنصور د شناختي کارډ تصدیقوونکی قبایلي مشر ونیول شو

د انځور حقوق AFP
Image caption ملا منصور د مې په ۲۱مه د پاکستان په بلوچستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید ووژل شو

د پاکستان بلوچستان کې چارواکو ویلي، یو قبایلي مشر یې د افغان طالبانو د پخواني مشر د پاکستاني شناختي کارډ د اسنادو د تاییدولو په تور نیولی دی.

ملک محبوب نورزی د قلعه عبدالله سرحدي ولسوالۍ کې نیول شوی.

په کوټه کې د فدرالي پلټونکې ادارې یو افسر وايي، ملک محبوب نورزي د کونسلر په توګه د ملا اختر منصور د پاکستاني شناختي کارډ سندونه تایید کړي وو.

د دغه چارواکي په خبره، له ملک محبوب نورزي نه به یوه بهرني کس ته د پاکستاني تابعیت د جعلي اسنادو په ورکولو کې د مرستې له امله پوښتنې ګروېږنې کیږي.

ملا اختر محمد منصور ته د محمد ولي په نوم پر پاکستاني شناختي کارډ سربېره د سرحدي ولسوالۍ قلعه عبدالله ځايي سند هم ورکړل شوی و.

له دې مخکې هم په دې تړاو د پاکستان د نفوسو ادارې (نادرا) او ۷ نورو دولتي ادارو پخواني او اوسني چارواکي نیول شوي وو، خو ځینې یې په ضمانت خوشي شوي.

د انځور حقوق
Image caption ملا منصور د محمد ولي په نوم پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ درلود چې د راپورونو له مخې د هغه د وژل کېدو په سیمه کې وموندل شو

د افغان طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور له افغانستان سره د بلوچستان په تړلې سرحدي ولسوالۍ نوشکي کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.

د روان کال د مۍ میاشتې په وروستیو کې پر نوموړي هغه مهال ډرون برید وشو، چې د چارواکو په خبره، له ایران سره د نښلېدلي تفتان سرحدي ښار څخه په موټر کې کوټې ته روان و.

په دې برید کې موټروان محمد اعظم هم ووژل شو.

د وژل شوي موټروان خپلوانو په نوشکي کې د نامعلومو امریکايي چارواکو په ضد عریضه کړې ده.

ورته مطالب