تر ټولو د چټک فور جي انټرنېټ نوی 'ریکارډ'

د انځور حقوق Getty
Image caption اوسمهال پر هره سوداګریزه شبکه تر ټولو لوړ سرعت په یوه ثانیه کې درې سوه میګابایټو ته رسېږي

فنلنډ کې د یوې مخابراتي شبکې مسوولینو ادعا کړي، چې تر ټولو د چټک فورجي انټرنېټ ریکارډ یې جوړ کړی. د ایلیسا نومي شرکت چارواکي وايي پر یوې ازمایښتي شبکې یې په یوه ثاینه کې د یو اعشاریه نهه ګیګابایټ بریالۍ تجربه کړې.

که دغه ادعا سمه وي، معانا یې دا ده، چې دغه خورا چټک انټرنېټي خدمتونه یو بلورې فلم په ۴۴ ثانیو کې ښکته ( ډاونلوډ ) کولای شي. خو ماهرینو د دغې ادعا په اړه شکونه څرګند کړي.

دوی وايي په اوسني حالت کې د یوې رښتینې او فعالې شبکې له لارې داسې کول هېڅ امکان نه لري. ایلیسا وايي، دوی د چینايي مخابراتي شبکې هواوي تکنالوژي کارولو په وسیله په یوه ثانیه کې دوو ګیګابایټو ته نژدې سرعت ته رسېدلي دي.

اوسمهال پر هره سوداګریزه شبکه تر ټولو لوړ سرعت په یوه ثانیه کې درې سوه میګابایټو ته رسېږي، چې د ادعا شوي سرعت پرتله له شپږ برابره هم لږ دی.

خو فبرورۍ کې د یوه پوهنتون څېړونکو ډلې په یوه ثانیه کې د یوه ټیرابایټ کامیابه فاییو جي موبایل تجربه وکړه، چې د ایلیسا سرعت پرتله ۵۰ برابره ډېر دی.

Image caption دوو ماهرینو په رښتیني حالت کې د دومره سرعت په اړه شکونه څرګند کړي.

د ایلسیا مشر بي بي سي ته وویل، چې دوی غواړي راتلونکو دوو یا دریو کلونو کې فنلنډ کې په یوه ثانیه کې د یو ګیګابایټ پریمیم سرعت شبکه پیل کړي.

خو بل لور ته دوو ماهرینو په رښتیني حالت کې د دومره سرعت په اړه شکونه څرګند کړي.

د ټوټل ټیلي کام مرستیال ایډیټور نک ووډ وايي، په یوه ثانیه کې د یو اعشاریه نهه ګیګابایټ شبکې رامنځته کول دا معانا نه لري، چې کاروونکو ته به همدومره چټک انټرنېټ ورسیږي.

د یو سویچ ټیلي کام ماهر ارنیسټ دوکو وايي بریتانیا کې اوسنۍ مخابراتي اډانې ته په کتو سره داسې نه ښکاري، چې نژدې راتلونکي کې به دغه چاره عملي شي.