ملګري ملتونه: د سوریې جګړې د مرستو رسولو مخه نيولې

د انځور حقوق Getty

د ملګرو ملتونو چارواکي وايي سوريه کې جګړه کلابندو سيمو ته د مرستې رسولو کې خنډ جوړېږي.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مسول يان اېګلنډ وايي، په داريا ښار کې د ملګرو متلونو مرسته رسوونکي په دې اړ شوي چې د مرستو رسولو پروسه لغو کړي.

راپورونه ښيي چې ډېری خلک په دغه ښار کې له سختې لوږې سره مخ دي. ښاغلی اېګلنډ وايي دغه ناروين د زغملو وړ نه دی.

نوموړی زياتوي، د جګړې له امله هغو سيمو ته چې کلابندې دي او يا هم لرې پرتې دي د مرستو رسول ګران دي.

په همدې حال کې د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن ډميستورا په يوه خبري کنفرانس کې ويلي، امريکا او روسيه سوريه کې د سولې په اړه خبري کوي.

دی وايي هيله من دی چې دغه کړکيچ ته سياسي حل پپدا شي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په د سوريې په داريا ښار کې دولسي وګړو د وتلو او يا پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو وايي له ښاره د خلکو وتل بايد په خپله خوښه وي.

داريا په سوريه کې هغه لومړنی ښار دی چې د بشار الاسد پر وړاندې په کې سوله ييز لاريونونه پيل شول.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د سوريې په بېلابېلو کلابندو سيمو کې نژدې ۶ سوه زره تنه ژوند کوي او شاوخوا پنځه ميليونه په هغو سيمو کې اوسېږي چې لومړنۍ مرستې په سختۍ ورته رسېږي.

ملګري ملتونه وايي ۲۰۱۱ کال کې د سوريې د کړکېچ له پيل راهيسې تر دې مهاله له ۲۹۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب