د ازبکستان دولت: ولسمشر کریموف روغتیایي وضعیت کړکېچن دی

د انځور حقوق Getty

د ازبکستان دولت په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار (سنبلې/وږي ۱۲مه) یې خپره کړې ویلي؛ ددې هېواد ولسمشر اسلام کریموف مغزي سکته کړې او روغتیایي وضعیت یې "کړکېچن دی".

ښاغلی کریموف چې ۷۸ کاله عمر لري د مغزي سکتې له امله له شنبې ورځې راهیسې روغتون کې بستر دی او د هغه د ناروغۍ زیاتېدو خبرونه خپاره شوي چې د وضعیت په اړه یې د ځینو ګومانونو لامل شوی.

ځینو سرچینو ویلي، احتمال لري چې ولسمشر مړ شوی وي او دولتي چارواکي د هغه ځایناستي تر ټاکل کېدو ددې خبر له رسمي اعلان نه ډډه کړې وي. خو د ازبکستان دولت دا اوازې په کلکه رد کړي دي.

سره له دې، د جمعې په ورځ د ترکیې لومړی وزیر بن علي ییلدیریم د دولت پلاوي ناستې ته چې ددې هېواد له ټلویزیون نه خپرېدې وویل، "د ازبکستان ولسمشر مړ شوی دی. خدای دې وبخښي. د ترکیې دولت او ملت د ازبکستان د خلکو او دولت د مصیبت په غم کې شریک دی." د ازبکستان دیپلوماتیکو سرچینو د ترکیې د لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښوولی.

وړاندې د ازبکستان ګاوندي قزاقستان ویلي، ټاکل شوې ددې هېواد ولسمشر نورسلطان نظربایوف د شنبې په ورځ ازبکستان ته لاړ شي.

ددې خبر خپرېدل د ازبکستان د ولسمشر مړینې ګومانونه پیاوړي کړي او ځینو سرچینو ویلي چې ښایي نظربایوف په دې مناسبت په مراسمو کې د ګډون لپاره تاشکند ته لاړ شي. د قزاقستان د ولسمشر دفتر ددې سفر په اړه د نظر له څرګندولو ډډه کړې ده.

د اګست په ۳۱مه د ازبکستان د ولسمشر لور لاله کریموف په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل چې پلار یې ژوندی دی او د "مغزي سکتې" له امله تر درملنې لاندې دی.

سره له دې، له تېرې ورځې راهیسې، د ازبکستان چارواکو او مهمو څېرو په ټولنیزو رسنیو کې غمجنوونکو پیغامونو ته مخه کړې چې ددې هېواد د ولسمشر د مړینې د ګومانونو لامل شوي.

همداراز راپور ورکړل شوی چې د اسلام کریموف د زیږېدنې په ښار سمرقند کې د سړکونو او عمومي ځایونو د پاکولو کارونه پیل شوي چې دا اوازې پیاوړې کوي چې ښایي دا ښار د ځانګړو مراسمو ترسره کېدو لپاره چمتو کېږي.

اسلام کریموف د ۱۹۳۸ کال په جنورۍ میاشت کې وزېږېد او د یتیمانو په یوه مرکز کې لوی شو. هغه وروسته د پخواني شوروي اتحاد له کمونست ګوند سره یوځای شو او په ۱۹۸۹ کال کې ازبکستان د ګوند منشي شو او بل کال د محلي پارلمان لخوا د پخواني شوروي اتحاد ددغه جمهوریت ولسمشر شو.

د شوروي اتحاد ړنګېدو او د ازبکستان خپلواکۍ سره، ښاغلی کریموف په قاطع اکثریت په ټاکنو کې ددې هېواد ولسمشر وټاکل شو او تراوسه پردې څوکۍ پاتې شو. د اسلام کریموف منتقدین او د بشري حقونو ملاتړي بنسټونه هغه یو مستبد او د یوه غیردیموکراتیک او فاسد سیاسي نظام مشر یادوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تېرو کلونو کې د اسلام کریموف لور ګلناره د پلار د احتمالي ځایناستي په توګه یادېده، خو له مالي رسوایو سره د هغې تړاو او د هغې د لوکس ژوند ددې لامل شو چې دا موقعیت له لاسه ورکړي.

د اسلام کریموف د مړینې احتمال په ډېرېدو سره، د هغه د ځایناستي مساله مطرح ده.

د ازبکستان د اساسي قانون له مخې، که ولسمشر د هېواد د مشرۍ او ادارې توان له لاسه ورکړي، د سنا مجلس مشر د درېیو میاشتو لپاره ولسمشر په توګه کار کوي او په دې موده کې عمومي ټاکنې کېږي.

د ازبکستان ولسمشر باید د ټاکنیزو مبارزو په پایله کې د خلکو د ازادې رایې له لارې وټاکل شي، خو د کتونکو په وینا، په دې هېواد کې د واک جوړښت ته په کتو، احتمال لري د هغه ځایناستی یو له هغو کسانو وي چې د واک اصلي بنسټونو غړی دی. همداراز د واک په جوړښت کې د ازبکانو د قبیلو موقعیت ته په کتو، راتلونکی ولسمشر باید د عمده قبیلو له ملاتړه برخمن وي.

په تېرو کلونو کې د اسلام کریموف لور ګلناره د پلار د احتمالي ځایناستي په توګه یادېده، خو له مالي رسوایو سره د هغې تړاو او د هغې د لوکس ژوند ددې لامل شو چې دا موقعیت له لاسه ورکړي.

د هغو کسانو له ډلې چې اوس د اسلام کریموف د احتمالي ځایناستي په توګه ترې یادونه کېږي، د ازبکستان ۵۷ کلن شوکت میرضیایوف دی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې پر دې څوکۍ ناست دی. د یادونې وړ ده چې د کریموف د روغتیایي وضعیت په اړه اعلامیه د دولت د هغه پلاوي لخوا خپره شوې چې میرضیایوف یې مشري کوي.

د ازبکستان د مالیې وزیر او د اسلام کریموف له باوري کسانو ۵۶ کلن رستم عظیموف او د ملي امنیت کمېټې مشر ۷۲ کلن رستم اینویاتوف نور کسان دي چې د کریموف د احتمالي ځایناستي په توګه مطرح دي.