د ازبکستان ولسمشر اسلام کریموف ومړ

Image caption ښاغلي کریموف ټینګار کاوه چې ازبکستان د ډیموکراسۍ خپله بڼه پلي کوي

د ازبکستان چارواکو تایید کړې، چې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر اسلام ابدو ګانیویچ کریموف د ۷۸ کلونو په عمر ومړ. نوموړی د مغزي سکتې له کبله د شنبې په ورځ روغتون کې بستري شوی و.

ښاغلی کریموف په اسیا کې له خورا ځواکمنو واکمنانو یو بلل کېده، چې ۲۷ کاله یې پر خپل هېواد واکمني وکړه.

تر اوسه د هغه د ځای ناستي په اړه څه نه ده ویل شوي. ازبکستان کې قانوني اپوزيسیون نه شته او پر رسنیو د حکومت کنترول سخت دی.

د ازبکستان دولتي ټلویزیون په رپوټ کې ویل شوي، چې د ښاغلي کریموف مړی به د شنبې په ورځ د هغه په پلرني ښار سمرقند کې د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.

اسلام کریموف خپل سخت تکتیکونه په خپل هېواد کې چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي او له افغانستان سره ګډه پوله لري، د اسلامي سخت دریځۍ د مخنیوي په توګه توجیهه کول.

د انځور حقوق
Image caption د ازبکستان حکومت په لومړي سر کې د اسلام کریموف د مړینې ګنګوسې په کلکه رد کړې.

ځینو سرچینو د جمعې په ورځ د هغه د مړینې په اړه رپوټونه ورکړل.

ایسوشیټډ پریس خبري اژانس د ځینو افغان چارواکو او قزاقستان د یوه دیپلومات له قوله د جمعې په سهار وویل، چې د ښاغلي کریموف جنازه به د شنبې په ورځ ادا شي.

خو د ازبکستان حکومت په لومړي سر کې دا اوازې په کلکه رد کړې. داسې اټکلونه کېدل، چې ښايي حکومت غواړي د نوموړي ځای ناستې د ټاکلو تر مهاله د هغه د مړینې خبر پټ وساتي.

داسې رپوټونه هم وو، چې د ازبکستان ملي ټلویزیون د معمول خپرونو کې بدلون راوستی او د تفریحي پروګرامونو خپرول یې ودرول.

۱۹۹۹ کال کې د ښاغلي کریموف د وژنې یوه هڅه ناکامه شوه او ګڼ شمېر مخالفان یې زنداني شوو.

اسلام کریموف د ۱۹۳۸ کال په جنورۍ میاشت کې سمرقند کې وزېږېد او د یتیمانو په یوه مرکز کې لوی شو.

هغه وروسته د پخواني شوروي اتحاد له کمونست ګوند سره یوځای شو او په ۱۹۸۹ کال کې ازبکستان کې د ګوند منشي شو او بل کال د پارلمان لخوا د پخواني شوروي اتحاد ددغه جمهوریت ولسمشر شو.

ورته مطالب