د اسلام کریموف ځای ناستی به څوک وي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي کریموف په زرګونو پرهېزګاره مسلمانان زندان ته ولېږل، په دې تور چې هغوی د اسلامي سخت دریځي سره تړاو درلود

په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي له ټوټه کېدو وروسته اسلام ابدو ګانیویچ کریموف د خپلواک ازبکستان ولسمشر وټاکل شو.

دا داسې ټاکنې وې چې ریښتني اپوزېسیون مشران د پخواني کمونیست ګوند د مشر پر وړاندې کاندیدان وو . د ده منتقدین او مخالفین سملاسي زندانیان او یا هم وطن پرېښوولو ته اړ شوو.

ښاغلي کریموف په زرګونو پرهېزګاره مسلمانان زندان ته ولېږل، په دې تور چې هغوی د اسلامي سخت دریځي سره تړاو درلود او ټینګار یې کاوه چې ازبکستان د ډیموکراسۍ خپله بڼه پلي کوي، خو دا د یوه داسې ډیموکراسي وه چې هتله د بیان د ازادي او مذهبي خپلواکي هېڅ د زغمولو نه وه.

په ۱۹۹۹ کې د ولسمشر کریموف د وژنې هڅه ناکامه شوه او د مخالفو د تپولو یوه نوې څپه پیل شوه، چې د ۲۰۰۵ کال په ډله ییزې وژنې پای ته ورسېده.

د بشر د حقونو اداره وایي، په سلګونه سوله ییز مظاهره کوونکي د حکومتي پوځ له خوا د اندیجان په ښارګوتي کې ووژل شوو.

د انځور حقوق AFP
Image caption یو وخت خو د ډېرو په نظر د ده مشره لور ګلناره د ځای ناستې په توګه مناسبه وه، خو ګلناره هغه مهال د خلکو له پامه ولوېده چې په فساد تورنه شوه

اوس پوښتنه دا کېږي، چې د ده ځای ناستی به څوک وي؟

د ښاغلي کریموف د کورنۍ پر ځینو غړو د فساد تورونو له لګېدو وروسته دا وروستیو کلونو کې د هغه د ځای ناستي په اړه تاوده بحثونه پیل شوو.

یو وخت خو د ډېرو په نظر د ده مشره لور ګلناره د ځای ناستې په توګه مناسبه وه، خو ګلناره هغه مهال د خلکو له پامه ولوېده چې په فساد تورنه شوه او هم یې په اړه ویل کېدل، چې ډېر بې ځایه لګښتونه کوي.

دا اوس مهال په خپل کور کې نظربنده ده.

د امریکا جارج مېسن پوهنتون پروفیسور ایرک مک ګلینچي وايي:

د انځور حقوق
Image caption په سمرقند کې د جمعې په ورځ پولیسو یو شمېر سیمو کې ګزمې کولې

''ګلنارې د دغه نظام له سرې کرښې تېره شوه، هغې د هېواد د اقتصاد پر یوه برخه د ولکې پر ځای د هېواد پر ټول اقتصاد د خپل کنترول هیله لرله، هغې جوړ جاړی و نه کړ او قانون ته یې درناوی و نه کړ.''

کله چې هغې ولیدل واک یې له لاسه ځي، نو پر خپلې کوچنۍ خور لولاکریموفا او مور یې تور پورې کړ، چې غواړي دا له منځه یوسي.

د ازبکستان نفوس نژدې ۱۳ میلیونه کسانو ته رسېږي او اوس دغه هېواد له داسې حالت سره مخامخ دی، چې ښايي راتلونکي کې نه خو کوم ولسمشر وي او نه هم کوم نوماند.

د دغه هېواد تر ټولو اوږد مهاله لومړی وزیر شوکت مرزایوف او مرستیال یې رستم اعظیموف هغه دوه کسان دې چې کېدای شي د ده ځای ناستي شي.

منتقدین یې وايي، دی د خپل وخت ډېر ظالم دیکتاتور وو، خو ازبکستان له ولسمشر کریموفه پرته پر یو ناڅرګند راتلووکې ورګډیږي.