د ۲۰ سترو صنعتي هېوادونو د غونډې لومړۍ ورځ

د انځور حقوق PIB
Image caption د نړۍ ۲۰ ستر اقتصادي هېوادونه په دغه غونډه کې ګډون کوي

د شلو سترو صنعتي هېوادونو(جي ۲۰) کلنۍ سرمشريزه د چين په هانژوا ښار کې د دغه هېواد د ولسمشر شي جين پېنګ له خوا پرانيستل شوه.

نوموړي په خپله پرانيستونکې وينا کې خبرداری ورکړ چې نړيوال اقتصاد يو مهم پړاو کې دی او ټينګار يې وکړ چې د اقتصادي ودې او ننګونو په خاطر بايد هېوادونه سره خپلې تګلارې همغږې کړي.

نوموړي وويل، ځواکمن هېوادونه چې د نړيوال اقتصاد لوی ځواک دی بايد د اقتصادي ودې په پراخېدو کې همکاري وکړي.

د سرمشريزې لومړۍ ورځ تر ډېره د روسيې، ترکيې، امريکا، بريتانيا، چين او نورو هېوادونو تر منځ په دوه اړخيزه ليدونه تېره شوه.

همدا ډول په لومړۍ ورځ مشرانو تر ډېره د سيمې د امنيت، سوريه کې د کړکېچ، سوداګرۍ او اقليم د بدلون په اړه خبرې وکړې.

خو د جي ۲۰ سرمشرېزې د اجنډا په سر کې نړيوال اقتصاد دی.

په دغه غونډه کې، اروپايي ټولنې ويلي چې چين بايد خپل د فولادو توليد راکم کړي چې په اروپايي ټولنه او نوره نړۍ کې دغه صنعت له زيان سره مخ نه شي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ۲۰ صنعتي هېوادونو له سرمشريزې وړاندې چين او امريکا د پاريس اقليمي تړون لاسليک کړی و

چين اوسمهال د نړۍ نژدې ۵۰ سلنه فولاد توليدوي.

بلخوا ښاغلي اوباما د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوګان سره په ليدنه کې ويلي، هغه کسان چې د ترکيې په کودتا کې يې لاس درلود محاکمه به شي.

ترکيه، امريکا مېشتی فتح الله ګولن په دغه هېواد کې د کودتا پر پلانولو تورنه وي خو ښاغلی ګولن تل دغه تورونه رد کړي دي.

د ترکيې حکومت له امريکا غواړي چې ښاغلی ګولن دې دوی ته وسپاري خو امريکا په دې ټينګار کوي چې لومړی باید په کودتا کې د نوموړي لاس لری ثابت کړل شي.

دا به د ۲۰ صنعتي هېوادونو وروستۍ غونډه وي چې بارک اوباما د امريکا د ولسمشر او بانکي مون د ملګرو ملتونو د مشر په توګه په کې ګډون کوي.

د بريتانيا ټريزا مې لومړی ځل د دغه هېواد د لومړۍ وزيرې په توګه په دغه غونډه کې ګډون کوي او ټاکل شوې له اروپايي ټولنې د وتلو د پایلو په اړه خبرې وکړي.

د ۲۰ صنعتي هېوادونو له سرمشريزې وړاندې چين او امريکا د پاريس اقليمي تړون لاسليک کړی و.

د انځور حقوق

د نړۍ ۲۰ ځواکمن اقتصادي هېوادونه له ۱۹۹۹ کال راهيسې هر کال په نړۍ کې د اقتصادي ثبات په تړاو راغونډېږي.

بريتانيا، امريکا، استراليا، کاناډا، سعودي، هند، روسيه، جنوبي افريقا، ترکيه، ايټاليا، ارجنټاين، برازيل، مکسيکو، جرمني، چين، اندونيزيا، جاپان او جنوبي کوريا د دغو ۲۰ صنعتي هېوادونو ټولنې غړي دي.

له دغې غونډې وړاندې نړيوال بانک خبرداری ورکړی و چې روان کال په نړيواله اقتصادي وده کې د کمي امکان شته.

ورته مطالب