"هو زه مړ وم او بيا ژوندی شوم"

د انځور حقوق AFP
Image caption ۹۲ کلن رابرټ موګابې له ۱۹۸۰ راهيسې په واک کې دی

د زمبابوې ولسمشر رابرټ موګابې د خپلې روغتيا په تړاو د خپرو شويو اوازو په اړه په طنزيه ډول ويلي چې دی "مړ و او اوس بېرته ژوندی شوی".

۹۲ کلن رابرټ موګابې د پلازمېنې هراري هوايي ډګر کې له الوتکې راښکته کېدو وروسته ډېر خوښ ښکارېده.

د الوتنو د معلوماتو له مخې د نوموړې الوتکه د ختيځ پر لور تللې او بيا په دوبۍ کې ښکته شوې وه.

رابرټ موګابې ويلي چې د يوه شخصي کار په تړاو هلته تللی و.

د روان کال په مې مياشت کې د نوموړي مېرمنې ګريس ويلي وو "چې دی له قبر هم واکمني کولی شي".

د ده سفرونو او نورو اوازو څخه دا ټکل کېده چې رابرټ موګابې سخت ناروغ دی او دوبۍ ته د درملنې په موخه تللی او يا هم د ناروغۍ له امله هلته وړل شوی دی.

د سوترن ډېلي وېبپاڼې يو خبر خپور کړی و چې سرليک يې و "رابرټ موګابې د کوزڼ پر ناروغۍ اخته دی او مننګاګوا د زمبابوې چارسمبالی ولسمشر دی".

مننګاګوا اوس د زمبابوې مرستیال ولسمشر دی.

د بريتانوي خبري اژانس رويټرز په وينا، هراري ته په رسېدو سره رابرټ موګابې خبريالانو ته په ځايي ژبه شونا وويل "د يو شخصي کار په تړاو دوبۍ ته تللی وم چې زما د يوه زوی په اړه و".

د انځور حقوق AFP
Image caption تېره اوونۍ په هراري ښار کې لاريونونه شوې وو چې يو شمېر کسان په کې نيول شوي وو

نوموړي زياته کړې چې "هو، زه مړ شوی وم، دا رښتيا ده چې زه مړ وم- زه يو ځل بيا ژوندی شوم، داسې چې زه تل کېږم- کله چې زه خپل هېواد ته راځم بېرته ښه کېږم".

ولسمشر موګابې له ۱۹۸۰ کال راهيسې په واک کې دی، ده ويلي چې د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې به هم برخه واخلي.

زمبابوې له سياسي او اقتصادي بحران سره مخ دی او پر حکومت د درغلۍ تورونه هم شته.

تېره اوونۍ په هراري ښار کې لاريونونه شوې وو چې يو شمېر کسان په کې نيول شوي او پوليسو د دوو اونيو لپاره په لاريونو بنديز لګولی دی.

همدا ډول ولسمشر موګابي د حکومت ضد مخالفينو د له منځه وړلو په اړه هم اشاره کړې ده.

ورته مطالب