د ترک پوځ او پي کې کې نښته کې۲۰ کسان ووژل شول

د انځور حقوق AP

په ترکیه کې امنیتي سرچینې وایي، د دغه هیواد د امنیتی ځواکونو او د کردستان کارګرانو ګوند(پي کې کې) د وسله والو ترمنځ په نښه کې اته حکومتي سرتیري او ۱۱ کورد وسله وال وژل شوي دی.

دا نښته تېره شپه د ترکیې ختیځ ته د ایران له پولې سره نږدې په وان ولایت کې شوې ده.

تېره ورځ هم د ترکیې جنوب ختیځ ته په کورد مېشتو سیموکې د تاوتریخوالي له امله د پي کې کې ۲۷ وسله وال او ۷ حکومتي ځواکونه وژل شوي وو.

د ترکیې د حکومتي ځواکونو او پي کې کې ترمنځ نښتو کې له تېرو دریو لسیزو راهیسې تر ۴۰ زرو ډېر کسان وژل شوي چې ډېری کوردان دي.

پي کې کې چې په ترکیه کې یې فعالیت منع اعلان شوی دی، د کوردانو د ژبنۍ او کلتوري خپلواکۍ او کورواکۍ لپاره د دغه هیواد د حکومت په ضد جګړه کوي.

د انځور حقوق Getty

ورته مطالب