"له لوی اختر وروسته به هره ورځ په لسګونو زره کډوال راستنیږي"

د انځور حقوق AFP

اکسپرېس ټريبيون:

د پاکستان چاپ ورځپاڼې اکسپرېس ټریبیون په خپل يوه رپوټ کې ويلي چې له لوى اختر وروسته به هره ورځ ٨٠ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

ورځپاڼې د افغان کډوالو د کمشنر ډاکټر عمران زيب په وينا ليکلي،د ډیسمبر ٣١ د څه د پاسه يونيم ميليون قانوني افغان کډوالو د بېرته ستنېدو وروستۍ نېټه ټاکل شوې، نو له دې امله د بېرته ستنېدو لړۍ زور اخيستې. خو د ناقانونه افغان کډوالو لپاره د بېرته ورستنېدو وروستۍ نېټه د نومبر مياشتې ١٥ ښوول شوې ده.

ایکسپرېس ټریبیون د افغان کډوالو د کمشنر له قوله وايي، د تېرې مياشتې تر پايه د پاکستان له بېلابېلو برخو يو لک او څلور ويشت زره ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي او په تېر جولاى کې افغانستان ته د ستنو شويو قانوني کډوالو شمېر ٩٠ زرو کسانو ته رسېده چې ٧١٠٠٠ يې له پښتونخواه ايالته تللي دي.

د انځور حقوق AFP GETTY

انډپنډنټ:

بريتانيا چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې د ازبکستان د ولسمشر اسلام کريموف مړينې ته کتنه کړې او وايي، د لوړو پوړ ازبک چارواکو يوه کوچنۍ ډله او د اسلام کريموف د کورنۍ غړي به د تړلو دروازو تر شا د نوموړي د ځاى ناستي په اړه پرېکړه وکړي.

د ورځپاڼې په باور، که دوى يوه جوړجاړي ته سره و نه رسېږي نو ازبکستان د بې ثباتۍ يا نه ټيکاو لوري ته تللى شي.

ورځپاڼه وايي، نن به د سمرقند هوايي ډگر په ځانگړي توگه له ځينو تصويب يا منلو شويو الوتنو پرته د نورو ټولو الوتنو پر مخ تړلى وي.

گارډين:

گارډين بريتانيا چاپ ورځپاڼې د فرانسې په کلې ښار کې د کډوالو د پنډغالي حالت ته کتنه کړې او ويلي دي چې د مرستو د کمېدو له امله په دغه پنډغالي کې خواړه کم شوي دي.

د دې ترڅنگ د خيمو او کمپلو په کچه کې هم کمى راغلى دى.

کډوالو ته د خوړو يوې برابرونکې ورځپاڼې ته ويلي پخوا به د خوړو لپاره په ليکو کې د ولاړو کډوالو تر ټولو لوى شمېر ٧٠ تنه و خو اوس دا شمېره ٥٠٠ ته لوړه شوې.

دغې مرستندويې په دې برخه کې د بريتانيا او فرانسې د حکومتونو نه پام د شرم خبره بللې ده.