روسیه: برتانیا وتلو اروپایي ټولنه کمزورې کړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption روسیه وایي، د برتانیا له وتلو وروسته به هم پر مسکو د بندیزونو په برخه کې د اروپایي ټولنې دریځ ډېر بدل نه شي.

د روسیې مرستیال لومړی وزیر وايي، له اروپایي ټولنې د برتانیا په وتلو سره دغه ټولنه کمزورې شوې او له نامعلوم راتلونکي سره مخامخ ده.

ارکدي دور کوویچ د بي بي سي له نیوزنایټ پروګرام سره په مرکه کې وویل، روسیې ته د اروپا پیاوړتیا مهمه ده او د وړاندې تګ لپاره پیاوړو شریکانو ته اړتیا لري، خو د برتانیا دا پرېکړه چې اروپایي ټولنه یې پرېښوده، اروپا لږ کمزورې کړې ده.

نوموړی چې د روسیې د حکومت اقتصادي پالیسي څاري په دې باور دی، چې د تېر جون په ۲۳مه له اروپایي ټولنې د برتانیا وتلو په دغه ټولنه کې ناقاطعیت رامنځ ته کړی دی.

د روسیې مرستیال لومړی وزیر دا نه مني چې ګویا د دغه هیواد ولسمشر له اروپايي ټولنې د برتانیا د وتلو پلوی و او په دې ډول یې غوښتل چې پر مسکو د بندیزونو په لګېدلو کې د اروپا یووالی کمزوری کړي، چې برتانیا پکې ډېر رول درلود.

د انځور حقوق EVN
Image caption د روسیې مرستیال لومړی وزیر دا مني چې ګویا د دغه هیواد ولسمشر له اروپایي ټولنې د برتانیا د وتلو پلوي و.

ارکدي دور کوویچ په دې باور دی چې له اروپايي ټولنې د برتانیا له وتلو وروسته به هم پر روسیه د بندیزونو لګولو په برخه کې د دې ټولنې په دریځ کې کوم ستر بدلون را نه شي.

له هغه وروسته چې روسیې سره د اوکراین کریمیا یو ځای شوه او کرملین د دغه هیواد په ختیځ کې د روسي ژبو ملاتړ پیل کړ، اروپایي ټولنې پر مسکو پراخ بندیزونه ولګول.

ټاکل شوې چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه د سپټمبر په منځ کې پر روسیه لګېدلي بندیزونه و ارزوي.

که څه هم د دغه بندیزونو د لرې کولو یا کمولو لپاره لږ هیله وه، خو شنونکي د جرمني د لومړۍ وزیرې وروستیو څرګندونو ته په پام وايي، چې پر روسیه به بندیزونه دوام ولري.

ورته مطالب