د سوریې حکومت حلب کې د 'کلورین ګاز' پر کارولو تورن شو

د انځور حقوق UGC

فعالانو د سوریې حکومتي ځواکونه یو ځل بیا تورن کړي چې حلب ښار کې یې د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمې باندې د کلورین غاز لرونکي بمونه غورځولي.

فعالانو بي بي سي ته ویلي، چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او کابو یو سل او شل تنه د کلورین غاز د اغېز له امله روغتون کې بستري شوي دي.

هغه دواطلب کارکوونکي چې بېړنۍ مرستې کوي، وايي په سکري سیمه کې له بریدونو وروسته خلک د سا اخیستلو له ستونزې سره مخ دي.

دا رپوټ په خپلواک ډول نه شي تاییدېدلی.

په اګسټ کې د ملګرو ملتونو پلټنو وموندله، چې د سوریې حکومت په وروستیو دوو پېښو کې کلورین غاز کارولی و.

د سوریې حکومت د کیمیايي وسلو له کارولو تل انکار کوي.

دا په داسې مهال ده، چې د سوریې د اپوزیسیون مشران د چهارشنبې په ورځ په لندن کې داسې لیدنې ته چمتو کیږي، چې د سوریې د کړکېچ پایته رسولو لپاره د سیاسي لېږد نوی پلان رامنځته کړي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن به د سوریې د اپوزیسون د مهمې ډلې یا د خبرو لویې کمېټې کوربه وي. په دې خبرو کې د سوریې د ملګرو ډلې د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون لري.

د سوریې مدني دفاع ډلې یو مرستندوی کارکوونکی ابراهیم الحاج وايي، د سې شنبې په ورځ د برید سیمې ته له هغه څو شیبې وروسته ورسېد چې یوې چورلکې کلورین لرونکي څلور بېلري بمونه وغورځول.

د انځور حقوق AFP

د سوریې مدني دفاع، چې د مخالفانو واک لاندې سیمو کې د بېړني وضعیت پر مهال په دواطلبانه ډول مرستې کوي، په فیسبوک کې داسې ویډیو هم خپره کړې چې وېرېدلي ماشومان پکې د ساه اخیستلو لپاره د اکسیجن ماسک کاروي.

دې ډلې په اګسټ میاشت کې هم حکومت پر یوه بل کلورین برید تورن کړی و.

په مقابل کې روسیه چې د سوريې د حکومت ملاتړې ده، مخالفان یې په حلب کې د دوولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د "زهري ګازو" پر کارولو تورن کړي دي.

کلورین یوه دودیزه کیمیايي صنعتي ماده ده، خو د کیمیايي وسلو کنوانسیون یې په وسلو کې پر کارولو بندیز لګولی دی.

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ وویل، چې د روان کال په لومړیو کې د سوریې په جګړه کې ایسارو خلکو ته د مرستې رسولو لپاره د ځنډ لږ پړاو اوس د جګړې لا ډېر بې رحمه بهیر ته ځای پرېښی دی.

ملګري ملتونه د سوریې د وضعیت په اړه په خپل دولسم رپوټ کې وایي، په تېره فبرورۍ کې شخړو کمولو دې ادارې ته لار برابره کړه چې ځینې ښارګوټو ته لومړنۍ مرستې ورسوي، خو دا یواځې څو اونۍ وې.

په رپوټ کې دا هم راغلي چې ۶۰۰ زره سوریه وال په کلابندۍ کې دي او په حلب کې هم ۳۰۰ زره په دام کې ګیر دي.

د یکشنبې په ورځ د سوریې حکومتي ځواکونو په حلب کې د یوې داسې سیمې د نیولو خبر ور کړ چې تېره میاشت ترې مخالفانو نیولې وه.

څارونکي هم وايي، چې حکومتي ځواکونو د حلب جنوب ته په راموش ولسوالۍ کې د پوځي اکېډمۍ دوه مرکزونه نیولي او د مخالفانو د اکمالاتو هغه لار یې هم پرې کړې چې په وروستیو کې یې جوړه کړې وه.

ورته مطالب