''د دماغ رادیو تراپي د سږو سرطان درملنه کې ګټه نه کوي''

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption د دماغ بشپړه رادیوتراپي ځکه تر سره کېږي، چې فکر کېږي دې سره تومر کنترولیږي پولا ملوینا

د یوې نوې څېړنې پایله کې ویل شوي، د سرطان هغو ناروغانو ته د بشپړ دماغ له رادیو تراپي نه هېڅ ګټه نه رسېږي، چې د سرطان جرړې یې دماغ ته رسېدلې وي.

دغه پایلې چې پر ۵۰۰ ناروغانو د څېړنې له کبله جووتې شوې په 'لانسټ' نومي ساینسي مجله کې چاپ شوې دي.

پایلې ښيي، چې د درملنې د نورو ډولونو پر تله د دغه ډول درملنې ګټه ډېره پام وړ نه ده.

هر کال د نژدې ۴۵ زره بریتانویانو سږو کې سرطان تشخیصېږي او ویل کېږي، چې د درېیمه برخه دغه ډول ناورغانو سرطاني جرړې دماغ ته رسېږي.

د دغه ډول ناروغانو درملنه په بشپړه توګه د دوی دماغ رادیوتراپي له لارې کېږي او د درملنې جانبي عوارضو مخنیوي لپاره سټرایډ او ځینې نور درمل ورکول کېږي.

د دغه ډول درملنې په منفي اغېزو کې استفراق او ډېره ستړیا شامل دي او کېدای شي عصبي نظام ته هم زیان ورسوي.

څېړنه

دغه څېړنه کې د ټولې بریتانیا ډاکټرانو او نرسانو برخه درلوده او معلومه شوه، چې تر یوې اونۍ پورې د دماغ له رادیو تراپي کولو وروسته هم د ناورغانو حالت کې پام وړ ښه والی نه دی راغلی.

نیو کاسل این ایچ ایس روغتون کې ماهره ډاکټر پولا ملوینا وايي، د دماغ بشپړه رادیوتراپي ځکه تر سره کېږي، چې فکر کېږي دې سره تومر کنترولېږي.

'' زموږ د سږو سرطان کلینک کې په ناروغانو کې هغسې روغتیا و نه لیدل شوه، چې تمه یې کېده.''

نوموړې وايي 'د ژوندي پاتې کېدونکو ناروغانو شمېر هم پام وړ نه دی او د ۱۹۸۰ مې لسیزې پرتله پکې ډېر توپیر نه لیدل کېږي.'

خو یو شمېر ساینسپوهان وايي اوس هم د دماغ بشپړې رادیو تراپي ته اړتیا ده. دوی وايي د څېړنې پایلو ته په پام سره باید ناروغانو سره د هر ډول درملنې په اړه خبرې وشي.