''په موهن جو دړو نومي فلم کې تاریخ ناسم ښوول شوی''

د انځور حقوق Utv Motion Pictures
Image caption فلم کې کبیر بیدي ته د پاچا رول ورکړل شوی دی.

د سیند وادي مدنیت پر کېسې جوړ شوی هندی فلم د ځینو منتقدینو لخوا له دی کبله غندل شوی، چې وايي تاریخ په کې ناسم ښوول شوی دی.

موهن جو دړو نومي دغه فلم مشهور هندي فلم جوړونکي اشوتوش ګواریکر جوړ کړی دی. که څه هم مینه والو تر یوه حده د دغه فلم هرکلی کړی، خو د لرغونپوهانو او څېړونکو غبرګونونه یې هم پارولي.

ښاغلي ګواریکر له دې مخکې ' جودها اکبر ' نومي مشهور فلم جوړ کړی و، چې د مغول پاچا اکبر او یوې هندوې شهزادګۍ جودها د عشق پر خیالي کېسې جوړ شوی و.

د انځور حقوق
Image caption پوجا هېګړې او رېتک روشن په دغه فلم کې مخکښ رول لري

نوی فلم د سند وادي مدنیت یوه عشقي کېسه رانغاړي.

تاریخپوهان په دې باور دي، چې دغه مدنیت له ننه نژدې ۵۰۰۰ کاله پخوا په هغو سیمو کې اباد و، چې اوس یې څه برخه پاکستان او پاتې نوره د هند په شمال کې ده.

د انځور حقوق
Image caption تاریخ پوهان وايي، فلم کې تاریخ په ناسمه توګه وړاندې شوی دی

هړپه او موهن جو دړو د دغه مدنیت مهم ښارونه وو او داسې باور کېږي، چې اتیا زره کسانو په دغه سیمه کې ژوند کاوه.

موهن جو دړو د دغه مدنیت یو لوی ښار و او اوس مورخین او لرغونپوهان وايي، په فلم کې د هغه مهال ناسم انځور وړاندې شوی دی.

فلم کې له میلاده مخکې د ۲۰۱۶ کال یوه کېسه انځور شوې، چې پکې کرکټرونه سندرې وايي او په یوه ناپېژانده لهجه په هندي ژبه خبرې کوي.

د انځور حقوق
Image caption موهن جو دړو د سند وادي لرغوني مدنیت مهم ښار و

یاد فلم کې ریتک روشن او پوجا هېګړې مخکښ رول لري.

فلم کې کبیر بیدي ته د پاچا رول ورکړل شوی دی. هغه د فلم اتل د پهلوانۍ یوه داسې لوبغالي ته ټیل وهي، چې د رومیانو زمانه کې دود و او تاریخپوهان وايي په موهن جو دړو کې دغه ډول لوبغالي نه وو.