کلیسا کې انټرنېټي لوبې روسی ځوان زندان ته ورساوه

د انځور حقوق UNIAN
Image caption دغې لوبې نړۍ کې ډېر مینه وال موندلي دي

روسي چارواکو هغه بلاګ لیکوال زندان ته استولی، چې کلیسا کې یې خپل ځيرک موبایل ټیلیفون کې پوکیماون نومي انټرنېټې لوبه کوله.

یکیترنبرګ کې ځايي محکمې ویلي، کلیسا کې پوکیماون نومي لوبه کونکي کس د خوشي کېدو لپاره عریضه کړې. د روسیې پولیسو ۲۱ کلن بلاګ لیکوال روسلان سوکولوسکي هغه مهال ونیو، چې کلیسا کې یې د انټرنېټي لوبې پر مهال ویډیو جوړوله.

پرنوموړي تور لګېدلی، چې پر مذهبي عقیدې یې ملنډې وهلې. دغه لوبه کې لوبغاړي د ځیرک موبایل اپلیکیشن له لارې اصلي نړۍ کې د خیالي کردارونو لټون کوي.

دغې لوبې نړۍ کې ډېر مینه وال موندلي دي. داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د نړۍ لر او بر کې یو شمېر کسانو ټول پام د موبایل سکرین ته و، چې پښه یې ونښته، وغورځېدل او ټپیان شوو.

څارنوالان او د کلیسا کارکونکي وايي، سوکولوسکي د یادې لوبې کولو له کبله نه دی نیول شوی، بلکې په عبادت ځای کې د ویډیو جوړولو له کبله نیول شوی دی.

روسلان سوکولوسکي بیا له ماسکو ټایمز ورځپاڼې سره خبرو کې د ځان نیول کېده، د بې عقلي چاره بللې:

که په کلیسا کې له خپل موبایل ټیلیفون سره ګرځئ، نو په دې کې د چا مذهبي عقیدې ته څه زیان رسېږي؟

د روسیې ټلویزیون د دغې لوبې ترسره کونکو ته خبرداری ورکړی و، چې په کلیسا کې د لوبې کولو له کبله کېدای شي تر دریو کلونو پورې د زندان سزا ورکړله شي.

ورته مطالب