لمسیو ته د امیتاب بچن لیک ''خپلواکې مېرمنې شئ''

د انځور حقوق AB FB
Image caption د امیتاب بچن دغه لیک د ستاینې تر څنګ له نیوکو سره هم مخامخ شوی

د هند فلمي نړۍ تر ټولو مخکښ ستوري امیتاب بچن هغه لیک چې ټولنه کې یې د ښځو رول په اړه لیکلی، په لږ وخت کې لور پر لور خپور شو او پرې بحثونه تاوده شول.

خو دغه لیک چې د امیتاب د لمسیو په اړه و، نو د خلکو له دلچسپي سره د ټولنیزو رسنیو کارونکو د غوسې لامل هم شوی دی.

سره له دې چې د امیتاب عمر اوس ۷۳ کاله دی، هغه لا هم د هند د فلمي نړۍ خورا مهم شخصیت بلل کېږي.

امیتاب په ډیجیټل نړۍ کې هم ډېر فعال دی او له همدې کبله د هند موبایل او نټرنېټ اتحادیې د ۲۰۱۵ کال لپاره د ټولنیزو رسنیو شخصیت په توګه ونوماوه.

د انځور حقوق .
Image caption د امیتاب دغه درې نیمې دقیقې ویډیو له ۳ میلیونه ډېر ځلې کتل شوې او تر ډېره یې په اړه غبرګون مثبت و.

نوموړي د تېرې دوشنبې پر ورځ پر فېسبوک یوه ویډیو خپره کړه، چې پکې یې د خپلو دواړو لمسیو، نویانویلې او آرادهیا په ګډون د هند له ټولو لمسیو غوښتي چې ' خپلواکې ' مېرمنې شي.

د فلمي ستوري ابهيشک بچن پلار او د هندي فلمي نړۍ وتلې هنرمندې ایشوریه رای خسر امیتاب بچن وايي، لمسۍ به یې د نورو مېرمنو په څېر له ستونزو سره مخامخ وي او یوازې د بچن کورنۍ نوم چې دوی یې له ځان سره لري، ښايي د دوی ساتنه و نه کړي.

امیتاب بچن په ویډیو کې د خپل لیک له مخې لمسیو ته وايي:

ستاسې د غور نیکه د نوم له کبله ښايي تاسې په ټولنه کې شهرت، درناوی او پېژندګلوي ولرئ، خو دا چې تاسې ښځې یاست، خلک به درباندې خپل فکرونه تپي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption امیتاب بچن دوه لمسیانې لري

هغه زیاته کړه، خلک به درته وايي، داسې کالي واغوندئ، هغسې رویه وکړئ، له چا سره خبرې وکړئ، له چا سره یې مه کوئ، خو تاسې د نورو د پرېکړو سیوري کې ژوند مه کوئ، بلکې د خپل عقل او فکر په رڼا کې پرېکړې کوئ.

د امیتاب دغه درې نیمې دقیقې ویډیو له ۳ میلیونه ډېر ځلې کتل شوې او تر ډېره یې په اړه غبرګون مثبت و.

ویډیو ته غبرګون کې د شتول کمرن په نوم یو پیغام داسې لیکل شوی:

ښاغلیه تاسې رښتیا ډېره پر ځای خبره کوئ! د یوې نجلۍ په توګه ژوند کول ډېره ګرانه چاره ده.

یوې بلې مېرمنې سجیتا علي لیکي: واه، واه، کاشکې ټول هندي نارینه د امیتاب غوندې فکر وکړي.

خو بل لور ته دغه ویډیو د ستاینې تر څنګ له نیوکو سره هم مخامخ شوې.

پر ټویټر یوه پیغام کې سندهیا لیکلي:

ښاغلی بچن دا په نارینه سالاري رنګونو رنګ شوی لیک دی، ځکه ستاسې لمسۍ به د انا تګلاره هم لري.

ځینو نورو بیا د لیک خپرولو د مهال په اړه پوښتنې راپورته کړې. دوی وايي دا د امیتاب له نوي فلم سره تړاو لري، چې راتلونکي اوونۍ نندارې ته وړاندې کېږي او کیسه یې دجنسي تبعیض پر موضوع راڅرخي.

د انځور حقوق AB FB
Image caption امیتاب په ډیجیټل نړۍ کې ډېر فعال دی

ورته مطالب