د ږيرورې مېرمنې نوم د ریکارډونو په نړیوال کتاب کې

د انځور حقوق Paul Michael Hughes
Image caption مېرمن کوور د هارمون په یو ډول ناروغي اخته ده چې له کبله یې پر مخ ویښته ډېريږي

د نړیوالو ریکارډونو ټولونکي کتاب 'ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز' په وینا یوه ښځینه ماډله چې پر مخ یې شپږ انچه اوږده ويښته دي، نړۍ کې تر ټولو کم عمره ښځه ده، چې بشپړه ږيره لري.

د انګلستان د بېرکشایر اوسېدونکې او د بدن فعالیت په نوم کمپاین کونکې هرنم کوور وايي، دا چې نوم یې د ګینیز ریکارډونو په کتاب کې ثبت شوی د دې لپاره ( ستاینه ) ده.

نوموړې وايي ږيره یې د ظاهري بڼې له کبله د ځورول کېدو مخنیوي لپاره د کلونو هڅو پایله ده.

په نورو ریکارډونو کې تر ټولو د یوې اوږدې کورنۍ پېشو ریکارډ شامل دی او دغه راز د یوه بې کومي اوښ ریکارډ دی، چې تر ټولو اوږد ټوپ یې وهلی دی.

د انځور حقوق PA
Image caption ږيره مې د ظاهري بڼې له کبله د ځورول کېدو مخنیوي لپاره د کلونو هڅو پایله ده هرنم کوور

اغلې کوور ' پولیسیستیک اوارې سیندروم ' نومي ناروغي لري.

دغه ناروغي د هارمون یو ډول حالت دی، چې له کبله یې پر مخ اضافي ویښته شنه کېږي.

د ۲۰۱۶ کال مارچ میاشت کې نوموړې لومړنۍ ږېروره مېرمن وه، چې د لندن فېشن اونۍ په ننداره کې یې د ماډل په توګه ګډون وکړ.

اغلې کوور ۱۱ کلنه وه، چې پر مخ یې ویښته راشنه شول او وروسته یې پر سینه او ولیو هم ورته ویښته راپورته شوو.