د شمالي کوریا پنځمې اټومي ازموینې په اړه پنځه ټکي

د انځور حقوق Reuters

ویل کیږي شمالي کوریا خپل پنځم او تر ټولو لوی اټوم بم ازمایلی دی. . ددې ازمایښت معنا څه کېدای شي؟

۱ ـ د چاودنې توان

لومړنۍ او مهمه پوښتنه دا ده چې د شمالي کوریا د وروستۍ اټومي ازموینې توان څومره و او ایا دا ځل ډېره زوره وه؟

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ادعا کړې وه چې په جنورۍ کې څلورمه ازموینه د هایدروجني بم ازموینه وه. هایدروجني چاودنه له هستوي سون سره رامنځته کېږي. د دې چاودنې توان له ۶ تر ۸ ټي ان ټي کیلو ټنو سره برابر اټکل شو.

مهمه خبره دا ده چې په جنورۍ میاشت کې د دې هایدروجني ازموینې توان احتمالا تر هغې له وړاندې یا دریمې ازموینې کم و. د شمالي کوریا دریمې اتومي چاودنې له ۸ تر ۱۰ کیلو ټنه توان درلود او په ورته مهال هایدروجني بم هم نه و.

څلورمه ازموینه د دریمې ازموینې دوه برابره ژوره کې شوې وه او ظاهرا ښاغلی کېم هیله من و چې توان یې ۵۰ کیلو ټنو ته ورسیږي، هغه زور چې له یوه هایدورجن بم یې هیله کېدلی شي، [خو ظاهرا دا هیله یې پوره نه شوه.]

پردې بنسټ، ایا پنځمه چاودنه چې د جمعې په ورځ یې خبر خپور شو، د شمالي کوریا له تېرو اټومي ازموینو ډېره زوروره وه؟ لومړني اټکلونه دا و چې د نوي ازمایښت توان نږدې ۲۰ کیلو ټنه و؛ که څه هم د شمالي کوریا چارواکي دا شمېره ۱۰ ټي اېن ټي کیلو ټنه اټکلوي. دغه توان ته په پام ویلی شو چې د شمالی کوریا د وروستۍ چاودنې زور له څلورمې چاودنې زیات و.

د انځور حقوق Getty

۲ ـ د کیم جونګ اون یرغلیز نیت

سږ کال شمالي کوریا څلورمه او پنځمه اټومي ازموینه وکړه، داسې سپوږمکۍ یې هم وتوغوله، چې فکر کیږي، د لویې وچې واټن وهونکی بالستیک توغندی و.

همداراز یې د ۲۰۰ کیلومترو او له هغه د زیات واټن ویشتونکي له ۳۰ ډېر بالستیک توغندي هم وازمویل چې د دغه هیواد په تاریخ کې تر ټولو ازمایل شویو بالستیک توغندیو ډېر دي.

د دې ازموینو له امله پر شمالي کوریا لګېدلو نړیوالو بندیزونونو د دغه هیواد پر اقتصاد فشار اچولی دی.

کیم جونګ اون ادعا کوي چې امریکا او جنوبي کوریا پر شمالي کوریا د برید لپاره پلان جوړوي، خو خپله ښاغلی کیم تورن دی چې دغې ټاپووزمې کې کړکېچ ته لمن وهي.

دې پنځمې ازموینې هم په سیمه کې بله کشاله زیاته کړه. په تېره بیا چې د شمالي کوریا له پخوانۍ اټومي ازموینې درې کاله واټن لري.

د شمالي کوریا مشر هڅه کوي دې ازموینو سره خپلې نورې نیمګړتیاوې پټې کړي. نوموړی هغه کمزوری مشر دی چې د پوهانو او عامو خلکو د کنټرول لپاره له بې رحمۍ کار اخلي. ښاغلی کیم په دې ازموینو سره د پوځ پیاوړي کول هم غواړي.

د شمالي کوریا هر نوی ګام د دې څرګندوی دی چې د دغه هیواد مشر مخ په ډېرېدونکي کورني فشار سره مخامخ دی او د دې فشار د لوري بدلولو هڅه کوي.

ایا شونې ده د خپل پلار په څېر د ۲۰۱۰ کال ورته محدود برید وکړي؟ په هغه کال شمالي کوریا د جنوبي کوریا پر یوه ټاپو د توپونو برید وکړ. په رسنیو کې داسې فکر کېده چې د ځوان کیم جونګ اون په غوښتنه دا برید شوی دی.

د انځور حقوق GEOEYE
Image caption شمالي کوریا خپلې د ځمکې لاندې اټومي ازموینې د پانګي - ري په سایټ کې ترسره کوي

۳ ـ ایا د شمالي کوریا له انګېزو سم پوهاوی شته؟

کیم جونګ اون تېر دسمبر کې په زغرده وویل، پوهانو یې داسې هایدروجني بم جوړ کړی، چې پر بالستیک توغندیو نصبېدلی شي.

خو د جنورۍ پر شپږمه ښکاره شوه، چې دا ازموینه دومره بریالۍ نه وه.

ښایي هغه منتظر و ترڅو پوهان یې د تخنیکي ستونزو هواري خبره وکړي.

په دې سبب د اټومي ازموینې دا توان د شمالي کوریا د اټومي توان د ارزولو لپاره ډېر اهمیت لري، په تېره د دې لپاره چې که پوهان یې غواړي ژوندي پاتې شي.

۴ ـ چین څه وايي؟

څو میاشتې مخکې امریکا او جنوبي کوریا وویل، د شمالي کوریا له توغندیز ګواښ سره د مقابلې لپاره د جنوبي کوریا په خاوره کې توغندويي ډال (ټاډ) لګوي.

په جنوبي کوریا او چین کې د دې توغندويي ډال د سیستم له لګولو سره مخالفت وشو.

چین د "ستر قدرت" په توګه عمل نه دی کړی او د خپلې ملګرې شمالي کوریا مخه یې نه ده نیولې.

اوس باید پیکنګ دا پرېکړه وکړي چې مسوولیت مني او شمالي کوریا محدودوي یا هم یواځې خپل امنیت ته اندېښمن دی او د جنوبي چین سمندرګي اوبو کې د نړیوالو قوانینو پښو لاندې کولو نه پام اړول غواړي.

د انځور حقوق REUTERS
Image caption د شمالي کوریا احتمالي بریدونو د مقابلې لپاره د توغندي ضد دفاعي سیسټم سوېلي کوریا کې ځای پرځای شوی

۵ ـ که امریکا خپل چلند بدل کړي

متحده ایالتونه د شمالي کوریا په مقابل کې له "ستراتیژیک صبر" نه کار اخلي او دغه هیواد ته اجازه ورکوي چې مخنیوونکو هڅو ته له پام پرته اټومي پراختیا او پارونو ته دوام ورکړي.

که امریکا وغواړي چې د شمالی کوریا جدي مخنیوی وکړي باید خپل چلند بندل کړي. د شمالی کوریا ګواښونه په داسې لور ځي چې پکار ده امریکا او سیمه ییز ملګري یې په مقابل کې غبرګون وښيي.

په ورته مهال د جنوبي کوریا خلک باید پرېکړه وکړي چې ایا غواړي د شمالی کوریا د ګواښ په مقابل کې یې امریکا ساتنه وکړي او که نه.

د شمالي کوریا د سیاستونو د مخالفینو په مقابل کې ځینې په دې اند دي، چې دا هیواد مهربان ګاونډی دی. دا اټومي ازمایښت ښایي د ځینو دغو کسانو نظر بدل کړي، خو جنوبي کوریا باید هغه کسان هم په پام کې ونیسي چې د شمالي کوریا پروړاندې دوستانه نظر یې نه دی بدل کړی.

ورته مطالب