شمالي کوریا 'خپله ستره اټومي ازموینه وکړه'

د انځور حقوق EPA

د سوېلي کوریا چارواکي وایي، انګېرل کېږي چې شمالي کوریا خپل پنځم او ترټولو لوی اټومي ازمایښت ترسره کړی وي.

د شمالي کوریا د اټومي ازمایښت یوه سیمه کې د جمعې په ورځ ۵،۳ درجې مصنوعي زلزله ثبته شوه.

د سوېلي کوریا لوی درستیز په یوه وینا کې چې یونهاپ خبري اژانس خپره کړې ویلي، "زموږ د ارزونو له مخې شمالي کوریا خپله ترټولو لویه اټومي ازموینه ترسره کړې ده."

ددې وینا له مخې، دا چاودنه د شمالي کوریا د جنورۍ میاشتې تر چاودنې دوه برابره زوروره وه. شمالي کوریا هغه مهال ویلي و چې په بریالیتوب سره یې یو هایدروژني بم ازمایلی چې ځینو شنونکو پرې شک وښود.

د سوېلي کوریا خبري اژانس یونهاپ وړاندې یوې "مصنوعي زلزلې" خبر ورکړ.

لرزه د پانګي – ری په نوم ځای کې ثبته شوه چې وړاندې د اټومي ازمایښت مرکز و. د امریکا ځمکې پېژندنې ادارې وویل، په دې سیمه کې لرزه له چاودنې رامنځته شوې وپېژندل شوه.

شمالي کوریا په رسمي ډول تازه اټومي ازموینه نه ده تایید کړې.

د انځور حقوق GEOEYE

د سپوږمکۍ وروستي انځورونه او اطلاعات د پانګي – رې په سایټ کې د فعالیتونو ډېرېدو څرګندونه کوي چېرته چې شمالي کوریا په جنورۍ میاشت کې خپله څلورمه اټومي ازموینه وکړه.

دا هېواد د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو پر بنسټ د اټومي ازموینو او توغندیزې ټکنالوژۍ منع شوی، خو په تېرو میاشتو کې یې یو شمېر توغندویي ازمایښتونه ترسره کړي او خپل "دښمنان" یې پر اټومي برید ګواښلي دي.

نن جمعه شمالي کوریا کې ملي ورځ ده چې ددې هېواد رامنځته کېدل پکې لمانځل کېږي.

شمالي کوریا له دې پېښې د خپل پوځي قدرت د څرګندونو لپاره ګټه پورته کوي.

تر ټولو وروستۍ اټومي ازموینه یې په تېره جنوري میاشت کې وه چې هایدروجني بم یې وازمایه، خو په خپلواک ډول تایید نه شو.

ورته مطالب