د اوربند رامنځته کېدو په درشل کې سوریه کې د بمباریو دوام

د انځور حقوق AFP

سوریه کې د اوربند پر سر د روسیې او امریکا ترمنځ تر هوکړې یوه ورځ وروسته په دغه جګړه ځپلي هېواد کې هوایي بریدونه لا هم دوام لري. د راپورونو له مخې، تر سلو ډېر کسان په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.

د سوریې حکومت مخالفو فعالانو ته نژدې سرچینې وایي، په ادلب کې د مېوو او سبزیو یوه بازار په بمبار کې، لږ ترلږه ۶۰ کسان وژل شوي او تر ۹۰ ډېر ټپیان دي. لږ ترلږه ۴۵ نور کسان په حلب کې وژل شوي دي.

ټاکل شوې د دوشنبې له ورځې، د لوی اختر له پیل سره په ټوله سوریه کې ۱۰ ورځنی اوربند رامنځته شي او که دا اوربند لږ ترلږه یوه اونۍ دوام وکړي، د روسیې او امریکا همغږي بریدونه پر هغو ډلو پیلېږي چې واشنګټن او مسکو دواړه یې "ترهګر" بولي.

د سوریې د کړکېچ په کلونو کې روسیې تل د بشار اسد د حکومت ملاتړ کړی او امریکا د حکومت د ځینو مخالفو ډلو شاته ولاړه ده.

د انځور حقوق Reuters

د سوریې د حکومت بل ملاتړي ایران تراوسه د روسیې او امریکا د هوکړې په تړاو غبرګون نه دی ښوولی.

ترکیه چې د بشار اسد له مخالفینو ملاتړ کوي، ددغې هوکړې هرکلی کړی او په عین حال کې اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې د سوریې کړکېچ د حل لپاره ډېرو نورو ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.

د سوریې حکومت هم له دې هوکړې سره موافقه کړې ده.

د بشار اسد د مخالفینو ایتلاف یوه ویاند ویلي، د اوربند دغه طرحه هیله من کوونکې ده، خو د پلې کېدو لپاره یې ډېرو جزییاتو ته اړتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د هغه روسي سیال سرګي لاوروف د جمعې په ماښام (سپتمبر ۹مه) له څو پړاوه خبرو وروسته، په سوریه کې د اوربند پر سر هوکړې ته د رسېدو خبره په جنیوا کې وکړه.

ددې هوکړې له عمده برخو یوه دا ده چې د بشار اسد ځواکونه اجازه نه لري په کومو سیمو کې چې روسیه او امریکا همغږي عملیات لري، الوتنې او جګړه ییز ماموریتونه ترسره کړي.

ورته مطالب