حج، په ميليونونو حاجيان عرفات کې راغونډ شوي وو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په ميليونونو مسلمانان د حج د فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي او هلته په عرفات کې راټول شوي وو.

حج د اسلام له پنځو بناوو څخه يو دی. هر مسلمان چې وس ولري بايد په خپل ژوند کې يې يو ځل ترسره کړي.

د نړۍ د نورو مسلمانانو تر څنګ دا ځل تر ۲۵ زرو ډېر افغانان د حج د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.

په تېرو څو کلونو کې افغان حاجيانو شکايت درلود چې الوتکې يې پر وخت نه وې، د اوسېدو ځای او روغتيايي خدمتونه يې هم ښه نه وو.

سږنی حج هم له ستونزو خالي نه دی، يوه افغان چې د حج د اداد کولو په موخه سعودي ته ورغلی، بي بي سي پښتو ته وويل، "مشکلات ډېر زيات دي، استازي هېڅ نه ښکاري او کوم چې راځي هغه په شخصي جامو کې وي چې له امله يې پېژندل ګران دي".

د انځور حقوق EPA

د دغه حاجي په وينا يو شمېر استازي له ځينو سره د "شخصي ملګرتيا له امله مرسته کوي چې نور پاتې کېږي".

خو، د حج او اوقافو وزارت سرپرست مرستيال داعي الحق عابد وايي، له افغانستانه ټول ۲۵۰۵۰ کسان تللي دي چې له "نېکمرغه ټول سلامت سعودي عربستان ته رسېدلي دي."

زموږهمکارې اريا احمدزۍ سره په خبرو کې نوموړي وويل، "سږ کال د نوم ليکنو پروسه ډېره روښانه وه او قرادادونه هم د ملي تدارکاتو له لارې چې ولسمشر اشرف غني يې په سر کې دی ترسره شوي."

د نوموړي په وينا پخوا د يوه حاجي د تګ راتګ د ټېکېټ بيه۱۴۵۰ ډالره وه چې اوس ۹۸۰ ډالرو ته راټيټه شوې ده.

حاجي عبدالشکور چې څو کاله وړاندې حج ته تللی و وايي "هغه مهال ډېر له ستونزو سره مخ شوی و خو د ده په وينا سږ کال د حج کار ډېر چټک او روښانه و."

اريانا هوايي شرکت چې د حاجیانو د تلو او ستنېدو دنده پر غاړه لري وايي دا ځل يې پرته له کومو ستونزو حاجيان په ۶۱ الوتنو کې لېږدولي دي.

د دغه شرکت د پلور څانګې مشر اشرف توابي وايي، "دوو کلونو کې ترتيبات مخکې له مخکې نيول شوي دي او هغه الوتکې چې ظرفيت يې لوړ دی لکه بوېنګ ۷۴۷ چې ۵۸۰ مسافر لېږدولی شی کرايه کړي او په دې توانېدلي چې حاجيان ولېږدو".

د انځور حقوق AFP

سعودي کې چارواکي وايي، د حج مراسمو امنيت ټينګولو لپاره يې غښتلي تدابير نيولي دي.

افغانستان کې سر له اوسه د راتلونکي حج لپاره نومليکنه روانه ده او داسې ښکاري چې هېڅ شی د تقوا د دې سفر پر وړاندې نشي خنډ کېدلی.

ورته مطالب