هیلري کلینټن په 'نمونیا' اخته شوې

د انځور حقوق AP
Image caption د مېرمن کلینټن کمپاین کونکو د هغې پر سیاسي مخالفینو تور لګولی، چې ګواکې د نوموړې د روغتیا په اړه ګنګوسې خپروې

د امریکا متحدو ایالتونو کې د ولسمشرۍ مقام ته کاندیده هیلري کلینټن وايي، اوس یې روغتیا ښه ده.

له دې مخکې هغه په نیویارک کې د سپتمر ۱۱ مې له یاد غونډې ژر ووته او د روغتیا په اړه یې اندېښنې راپورته شوې وې.

د نوموړې روغتیا پالان وايي، د جمعې په ورځ یې نمونیا ( سکاروی) ناروغي تشخیص شوه او وايي د غونډې بهیر کې یې بدن کې د اوبو کچه ټیټه شوې وه.

د مېرمن کلینټن د ټاکنیز کمپاین مسوولینو په وینا هغه له همدې کبله له غونډې ژر ووته او د خپلې لور کورته لاړه.

د مېرمن کلینټن روغتیا پالان وايي، ۲۰۱۲ کال کې د وینې غونډاري کېدو له کبله د هغې جراحي عملیات شوي وو، چې وايي اوس مېرمن کلینټن له هغې ناروغۍ ښه شوې.

د انځور حقوق AP
Image caption اوس مې روغتیا ښه ده، نن نیویارک کې خورا ښایسته ورځ ده

د هیلري کلینټن شخصي روغتیا پالې لیزابارډیک په خبره: د مېرمن کلینټن روغتیايي حالت ښه دی او هغه کولای شي د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشرې په توګه دنده تر سره کړي.

د مېرمن کلینټن کمپاین کونکو د هغې پر سیاسي مخالفینو تور لګولی، چې ګواکې د نوموړې د روغتیا په اړه ګنګوسې خپروې. د خپلې لور له کوره له وتلو وروسته مېرمن کلینټن له خبریالانو سره خبرو کې وویل: اوس مې روغتیا ښه ده، نن نیویارک کې خورا ښایسته ورځ ده. په هغه ویډیو کې، چې پر ټویټر خپره شوې، مېرمن کلینټن لیدله کېږي، چې د ملګرو په مرسته تر موټر پورې ځي.

د مېرمن کلینټن له ټاکنیز دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې هغه تر یو نیم ساعت پورې د ۱۱ سپتامبر په یاد غونډه کې ګډون درلود او له هغه وروسته د کمزوري روغتیا له کبله د لور کره لاړه، خو وايي اوس د هغې روغتیا ښه ده.

د سپتامبر ۱۱ د پېښې ۱۵ کاله بشپړ شول. د القاعده سخت دریځو څلور الوتکې وتښتولې او له هغو نه یې دوې الوتکې له نړیوال سوداګریز مرکز او پینټاګون سره ټکر کړې او درېیمه د پنسولوانیا په یوه میدان کې وغورځېده. هغو بریدونو کې ۲۹۹۶ کسان وژل شوي وو.

ورته مطالب