'شمالي کوریا ښايي شپږمه اتومي ازموینه وکړي'

د انځور حقوق AFP
Image caption داسې اندېښنې ډېرې شوې، چې ښايي شمالي کوریا د اتومي وسلو ډګر کې نور پرمختګ کړی

د سویلي کوریا چارواکي وايي، ګاونډی هېواد یې شمالي کوریا ښايي ژر یوې بلې اتومي چاودنې ته چمتو شي. تېره جمعه شمالي کوریا د یوې بریالۍ اتومي ازموینې ادعا کړې وه او ویلي یې و، چې دا یې پنځمه اتومي ازموینه ده.

نړیواله ټولنه د شمالي کوریا دغو کړنو ته پر غبرګون غور کوي. د سویلي کوریا دفاع وزارت ویاند په خبره د اتومي چاودنې ځای کې یو تونل لا هم نه دی کارول شوی او ښايي همدغه ځای کې شپږمه اتومي ازموینه وشي.

د شنبې په ورځ د سیول چارواکو له قوله داسې رپوټونه ورکړل شول، چې که د شمالي کوریا له لوري د اتومي برید اشاره تر سترګو شي، سویلي کوریا په بشپړه توګه د شمالي کوریا له منځه وړلو پلان لري.

له دولتي خبري اژانس یونهپ سره خبرو کې پوځي سرچینو ویلي، د پیونګ یانګ ګوټ، ګوټ به د بالیسټیک توغندیو او بمونو له لارې وران ویجاړ کړي.

د ملګرو ملتونو او امریکا په ګډون، جاپان او سویلي کوریا د شمالي کوریا پر ضد پر بندیزونو غور کوي، خو پیونګ یانګ دغه بندیزونه بې معانا بللي دي.

شمالي کوریا وايي وروستی ځل یې د عصري اتومي ( وارهیډ ) ازموینه کړې او وايي پر بالیسټک توغندیو یې د اتومي وسلو ځای پر ځای کولو وړتیا موندلې.

سویلي کوریا وايي، وروستۍ ازموینه د شمالي کوریا تر ټولو ستره هغه ده. د سویلي کوریا پوځ په وینا د وروستۍ چاودنې زور لس کیلو ټنه و، چې د مخکینیو هغو دوه برابره دی.

د هغه اتومي بم زور چې ۱۹۴۵ کال کې امریکا پر جاپان وغورځاوه ۱۵ کیلو ټنه و.

دغې ازموینې سره داسې اندېښنې ډېرې شوې، چې ښايي شمالي کوریا د اتومي وسلو ډګر کې نور پرمختګ کړی او دغه هېواد په عملي توګه د اتومي وسلو کارولو وړتیا ته نژدې شوی دی.

ورته مطالب